هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۱:۲۰
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۷مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې تخنیکي پلاوي په ګڼو موضوعاتو او دوسیو باندې بحث او خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د هلمند تخنیکي پلاوی په مرکز لښکرګاه کې د شنه کمربند په سیمه کې د څلورو سوداګریزو مارکیټونو د ځمکې راپورونه ترتیب، تحلیل او د وروستیو کړنو لپاره تر لاسلیک وروسته مرکز ته ولیږدول شول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د بولان په سیمه کې د ٢٥٠ جریبه امارتي ځمکې تحلیلي راپور ترتیب او تر لاسلیک وروسته د وروستي تصمیم او کړنو په موخه د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمیسون ته واستول شول. 
همدارنګه په دې غونډه کې د بېلابېلو امارتي ادارو څخه راغلي موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې او په یولړ موضوعاتو لازمې کړنې ترسره شوي.
وروستیو کې تخنیکي پلاوی دتېرپه څېر د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

جلسه تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور برگزار شد

جلسه مشترک میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ریاست عمومی اداره امور و شرکت انکشاف ملی به منظور بررسی روند تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور، در وزارت زراعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

برای ده تَن دهقان در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع شد

۱۸ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت ولایت بلخ، در همکاری موسسه «W.H.H»، برای ده تَن از دهاقین در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع نموده است.
برای هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

راه‌اندازی کمپاین مبارزه با آفات نباتی در ولایت بامیان

۱۸ جوزا ۱۴۰۵
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان حفاظه نباتات و قرنطین ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان کمپاین مجادله کیمیاوی علیه آفات نباتی را در ساحات مرکز بامیان راه‌اندازی. . .

بازگشت به خبرها