ننګرهار کې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره ۵۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوه
۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
١۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په سرخ رود ولسوالی کې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره ۵۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په سرخ رود ولسوالی کې ۵۰۰ تنه کار کوونکي په خپلو سیمو کې د کاریزونو پاکولو، چیک ډیمونو، تراسونو او واټر شیټونو جوړولو کې کار کوي؛ چې هر کار کوونکې ته به د ورځې ۵ ډالره ورځنۍ مزد ورکول کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې کار څخه یې موخه د باراني اوبو زیرمه کول، د کاریزونو تانده کول او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.
د اکسن ایډ مؤسسه ددې پروژو پلې کولو سربېره د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د اصلاح شوي تخمونو، حیوانې خوراکې او چرګانو واړه فارمونو په برخه کې دغریبو بزګرانو لاسنیوي کوي.