نورستان کې تخریب شوې څړځایونه بیارغول کېږي
۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پورګرام په همکارۍ ددې ولایت د ځنګلوالۍ او څړځآیونو د شوراګانو پرمټ ددې ولایت تخریب شوي څړځآیونه بیارغوي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په همدې موخه د نورستان په مرکز پارون، کانتیوا او واما ولسوالیو کې پر ۴۰۰ هکټاره تخریب شوې څړځآیونو د رشقې تخم و شيندل شو.
ددې پروګرام وخه د څړځایونو رغول، د ځمکې تخریب مخنیوی، څارویو ته خوراکي توکي برابرول او خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.