راستنېدونکو کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار تشنابونه او د اوبو ټانکۍ جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۱:۱۴
راستنېدونکو کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار تشنابونه او د اوبو ټانکۍ جوړېږي

٢٠ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٧ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباری فضلی او د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت د عشر او زکات رییس وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کورنیو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
هغه وویل، چې تورخم کې راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار ۵۰ مترو په اوږدوالي سایه بان او په سلګونه تشنابونه او د اوبو ټانکۍ جوړېږي.
مولوي شمس الله محمد وویل تورخم فرضي کرښې ته څېرمه د کډوالو آمريت ترڅنګ راستنېدونکو کډوالو لپاره د رييس الوزرا د حکم په اساس د  ټاکل شوي کمېسیون په مالي مرسته يو سايه بان، چې ٥٠ متره اوږدوالى او ١٠ متره پلنوالى لري جوړېږي، چې په یو وخت کې د شاوخوا ٥٠٠ نفرو ځاى لري.
همدارنګه لس دانې تشنابونه، چې په اساسي ډول جوړېږي، چارې يې روانې دي او د مېشتیدنې په برخه کې يو د اوبو شل زره ليتره ټانکى هم جوړېږي.
 همدارنګه د لنډمهالې میشتېدنې په برخه کې ۱۰۰ عاجل تشنابونه، ۲۳۴ عاجل فلزي تشنابونه، ۱۲ دانې ۳ زره لیتره، ۲۰ دانې زر لیتره، او ۲۵ دانې ۱۵۰۰ لیتره پلاستیکي ټانکۍ جوړېږي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها