خوست کې لسګونو کورنیو سره د کورنیو باغچو د اړونده توکو مرسته وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت پر ۵۰ مستحقو کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي، چې په کې بلچې، پنجې او د سبو تخمونه شامل دي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ، د کورنیو باغچو ترویج او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.