خوږه وله؛ هم خوږ هم درمل

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۳۸
خوږه وله؛ هم خوږ هم درمل

د افغانستان د ګټورکرنیزمحصولاتو د پېژندنې په لړۍ کې دا ځل خوږه وله در پېژنم. لومړی، د خوږې ولې حالت په څو ولایتونو کې تاسو ته در پېژنم. په دویمه برخه کې مې د افغانستان د دې ارزښتناک محصول په اړه معلومات چمتو کړي دي.
بادغیس:
بادغیس د افغانستان په شمال لوېدیځ کې پروت ولایت دی. هرات، فاریاب، غور او ددې ترڅنګ له ترکمنستان هېواد سره ګډه پوله لري. د بادغیس ولایت وچ اقلیم لري. د ژمي په موسم کې په دې ولایت کې واوره او باران ورېږي، او دوبی کې موسمي بادونه لري. بادغیس د غرني طبیعت له امله ډیر په زړه پورې طبیعي منظرې لري، په ځانګړې توګه په سوېل لویدیز او سویل ختیځ کې، ددې ولایت اقتصاد په کلي ډول په کرنیزو محصولاتو متکي ده. کرنه یې په للمي ډول ده. له تخنیکي او عصري وسایلو څخه په دې ولایت کې ډېره کمه ګټه پورته کېږي.
کرنیزمحصولات یې غنم، وربشې، جوار، نخود، زیره، کونځله، هندواڼې، خټکې او داسې نور دي. بادغیس له تېرو وختونو راهیسې او ترنن ورځې پورې د خراسان د ګدام او افغانستان لویدیځ حوزې په نوم پېژندل کېږي. بادغیس کې د پستې ځنګلونه او د هغوی محصولات د خلکو د عاید لویه سرچینه او د افغانستان د صادراتو لویه برخه ده. د یادې سیمې د خلکو دویم کسب مالداري او د قره قل مېږو روزل دي، چې له دې لارې هرکال د مېږو څرمن، قره قل، وړۍ، کرک او قروت ځینې ولایتونو او بهر ته صادرېږي.
په یاد ولایت کې د طبي بوټو او محصولاتو ترڅنګ خوږه وله هم یو له مشهورو بوټو څخه ګڼل کېږي. د بادغیس ولایت د کرنیزوچارو آمرعبدالعلیم ساجد وایې، خوږه وله یا میخ په بادغیس ولایت کې په وحشي یا طبیعي بڼه په لوړو سیمو کې پیدا کېږي. تر اوسه پورې په کرنیز او مصنوعي ډول کار ورته نه ده شوې او د خلکو په واسطه نه کرل کېږي.
هغه وویل، خوږه وله د بادغیس ولایت په لوړو سیمو کې شتون لري. چې شاوخوا په شپږ زره هکتاره ځمکه په جوند، قادس، مقر او آب کمري ولسوالیو کې کرل کېږي.
بدخشان:
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ زون کې پروت غرنی او زرغون ولایت دی. له تاجکستان، پاکستان او چين سره ګډه پوله لري. دغه ولایت د کانونو، لعل او لاجورد زیاتې سرچینې لري او د یاد ولایت تاریخې اثار یې د لرغونوالي نښه ده. د بدخشان ډیری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. مهم کرنیزمحصولات یې غنم، وربشې، جوار، ږدن او باقلي ګنل دي او مشهورې مېوې یې توت، چهارمغز، زردالو، الوبالو او مڼې دي.
د بهارک مڼې او چهارمغز ددې ولایت هغه محصولات دي، چې ښه نوم لري. په دې سربېره چهارمغز، غرني بادام، ارچه، کنجک، شمشاد او داسې نور د بدخشان په غرنیوسیمو کې پیدا کېږي.
د بدخشان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایې، په دغه ولایت کې خوږه وله شتون لري خو په مصنوعي او کرنیزه بڼه نشته.
د بدخشان ولایت د کرنې رییس سید معین الدین وایي، خوږه وله په وحشي بڼه د دغه ولایت په لوړو سیمو کې شتون لري او خلک په کرنیز ډول له هغه څخه استفاده نه کوي.
خوږه وله څه دی؟
خوږه وله: یو له اړینو طبي بوټو څخه ده، چې د افغانستان په شمالي او مرکزي سېمو کې وده کوي. او ترډيره په وحشي او طبیعي بڼه په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، هرات، بامیان و بادغیس ولایتونو کې وده کوي.
خوږه وله یا Glycerrhiza glabra د څوکلنو بوټو له ډلې څخه ده، چې لوړوالی یې شرایطو ته په کتوسره له یو تر دوه مترو پورې رسېږي. پاڼې یې په مرکب ډول دي، چې یوه پاڼه یې د بلې پاڼې په نوک کې قرار لري. د ګل رنګونه یې ابې، ارغوانې او ځينې وخت ژېړ وي. د دې بوټې مېوه د پلۍ په بڼه ده، چې په اوسط دول په هره پلۍ کې له درېوو تر شپږو دانې شتون لري.
د خوږې ولې رېښه د لوبیا بوټې غوندې ده، رېښې او ریزومونه د نصواري پوټکي او خوږ خوند ترڅنګ ژېړ رنګ لري.
خوږه وله بېلابېل ډولونه لري. خو ذکرشوي خوږ بوټی يې یو ښه ډول دی، چې د نړیوالو بازارونو او بهرنیو مصرف کونکو پاملرنه یې ځانته جلب کړې ده. خوږه وله وړانګې خوښونکی بوټی ده، چې د ودې په دوران کې ګرمې هوا او معتدل رطوبت ته اړتیا لري.
خوږه وله په هغوسیمو کې چې د باران ورښت په کلني ډول له ۴۰۰ څخه تر ۱۱۶۰ملي متره وي په خپل سر وده کوي. دا بوټی په ژورو خاورو کې، چې د کلسیم مرکب لري ښه وده کوي او ددې بوټې لپاره د خاورې مناسب PH له ۵.۵ تر ۸.۲ پورې ښودل شوې ده.
لویې فابریکې له خوږې ولې څخه د اکسټرې پوډر او تینچر ترکیبې بڼه جوړوي او خلکو ته د استفادې لپاره په واک کې ورکوي.
د شرین بویې کمیاوي جوړښت، ګلوکوز، سکروز، امیدون، سپارازین، البومیني مواد او داسې نوردي. اړین مواد یې ګلسرین دي، چې د هغې د خوږ والي لامل کېږي.
خوږه وله خاکستري، نسواري او ژېړ رنګونه لري. په صنعت کې د خوږې ولې استعمال، د سګریټ جوړولو فابریکې یې د ښه خوند لپاره کاروي. خوږه وله د انژین، برانشیت، قبضیت، د مثانې اختلالاتو د رفع کولو، د سترګو د سوځلو او دېته ورته نورو درملنو لپاره کارول کېږي.
که د خوږې ولې ۵۰ ګرامه بیخ له ټوټه کولو وروسته په یولیتر جوش شوي اوبو کې واچول شي له ۱۲ ساعتونو وروسته د غه جوشوې اوبه د ستونې د چرک، انژین، برانشیت او د ټېټ غږلپاره ډېره ګټه لري او دغه جوش شوې اوبه د وریو د وینې بهېدو د مخنوي لامل کېږي.
د خوږې ولې د پوډرجوړولو لارې:
د خوږې ولې رېښه په کوچني ټوټه کې کښل کېږي او دبرېښنایي داش له لارې وچېږي او وروسته د برقي وسایلو په واسطه پوډرترې لاسته راوړل کېږي، دغه تکامل ډېرسخت نه ده او نه ډېرمصرف ته اړتیا لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د معلوماتو او احصایې ریاست وایې، په ۱۳۹۹یم کال د ټول هېواد په کچه ۶۸۴ ټنه خوږه وله تولید شوې، چې مخکښ تولیدوونکي ولایتونه یې کندز، بادغیس، بدخشان، کونړ او هرات دي.