د غنمو میکانیزه کرکېله د حاصلاتو د زیاتوالي لامل
دهقان (بزګر) اوونیزه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي په برخه کې تل هلې ځلې کوي ترڅو بزګرانو د کرنې له نوي ټکنالوژي سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوانه د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد د غنمو د تولید په برخه کې پرځان بسیاشي.
غنم د افغانستان یو له ډېرو مهمو او ارزښت لرونکو غله جاتو څخه ده، چې د هېواد د غلو دانو ۷۰ سلنه برخه جوړوي او د هېواد په ټولو برخو کې د اوبیزې او للمي په ډول کرل کېږي. افغانان په منځنۍ کچه ۶۰ سلنه انرژي د غنمو د مصرف له لاري تامینوي، چې په افغانستان کې د کورنیو د خوړو یوه لویه برخه جوړوي. د غنمو د کښت لوی ځایونه په شمالي، شمال ختیځ، لویدیز او سوېل لویدیزو سیمو کې متمرکز دي او ددې محصولاتو ۹۰ سلنه د مني او پاتې لس سلنه برخه یې د پسرلي په موسم کې کرل کېږي. خو لاهم په افغانستان کې غنم تر ډېره په دودیزه بڼه کرل کېږي او د غنمو کرکېله په معیاري ډول نه ترسره کېږي. ډېر شمېر بزګران د غنمو د کرکېلي له نویو او معیاري لارو چارو سره بلد نه دي نو له همدې امله یې د حاصلاتو کچه ټیټه، د اوبو مصرف یې ډېر او دغه راز د غنمو حاصلات یې د کیفیت له پلوه هم ډېر ښه نه وي.
ددې لپاره چې بزګران دکرکېلي له نویو لارو چارو سره بلد شي او میکانیزه کرکېله وپېژندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژې (PARBSP) له لارې د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د غنمو او نورو بېلابېلو کرنیزو توکو یو شمېر ننداریزې کروندې جوړې شوې، ترڅو بزګرانو ته د معیاري کرکېلي په برخه کې روزنه ورکړي.
د یادو ننداریزو کروندو له برخمن شویو کسانو څخه یو هم ۶۸ کلن عبدالقادر خان دی، چې د تخار ولایت اړوند د تالقانو ښار د باغک د کلي اوسېدونکی ده. عبدالقادر له کلونو راهیسي په خپله ځمکه کې د غنمو سربېره د بېلابېلو غله جاتو کرکېله کوي، خو د هغوی د حاصلاتو کچه ټیټه او همدارنګه په پټي کې د اوبو مصرف ډېر وي، دا ځکه چې هغه له کلونو راهیسي په دودیزه بڼه کرکېله کوله او د کرکېلي له نویو او عصري لارو چارو سره بلدیت نه درلود.
تېر کال عبدالقادر ته د کرنې وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژې (PARBSP) لخوا د غنمو یوه ننداریزه کرونده جوړه شوه. یاده ننداریزه کرونده په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوې وه، چې حاصلات یې د دودیز کرکیلې په پرتله ۱۷ سلنه زیات او همدارنګه د غنمو کیفیت یې هم خورا ښه بلل شوې ده.
عبدالقادر یې په هکله وایي: «زه له کلونو راهیسي په خپله کرونده کې غنم او بېلابېلې سابه کرم، خو هر کال مې حاصلات کم او د اوبو ضایعات مي خورا زیات وي. سږ کال د کرنې وزارت لخوا راته یوه ننداریزه کرونده جوړه شوه، چې ددې ننداریزې کروندې د جوړولو په لړ کې د کلي شاوخوا ۵۷ تنه ښځینه او ۲۵۹ تنه نارینه بزګرانو ته د ځمکې هموارولو، اوبو لګولو، خیشاوه کولو، تخم شېندلو، په کرونده کې د حیواني او کیمیاوي سرو د کارولو او همدارنګه د حاصلاتو راټولولو په برخه کې د اړتیا وړ روزنه ورکړل شول.»
نومړي زیاته کړه: «د پروژې مسلکي کارکوونکو لخوا موږ ته د اوبولګولو نوې لارې چارې را وښودل شوې، چې د یادو لارو چارو په پلي کولو سره مو اوس د اوبو ضایعات کم او اوبه د پټي ټولو برخو ته په یو ډول سره رسېږي. د بېلګې په توګه تېر کال مې په پټې کې د ۴۹۸ ملي مترو په لوړوالي سره اوبه ولاړې وې خو سږ کال د ننداریزي کروندې په پلي کولو سره مې په پټي کې د ۴۶۰ ملي مترو په لوړوالي سره اوبه درېږي، چې د اوبو د ضایعاتو په برخه کې یې په کافي اندازه مرسته کړې ده.»
هغه زیاته کړه «تېر کال مې له دوه جریبه کروندې څخه ۱۳۷۲ کیلو ګرامه غنم حاصلات ترلاسه کړل خو سږ کال د ننداریزي کروندې په پلي کولو سره مو له دوه جریبه کروندې څخه ۱۶۱۰ کیلو ګرامه غنم ترلاسه کړل، چې د غنمو په حاصلاتو کې مو ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلې ده.»
په ټوله کې ننداریزې کروندې له دودیزو هغو سره ډېر توپیرونه لري.
د بېلګې په توګه د ننداریزې کروندې ځمکه د لیزرلېول د تکنالوژۍ په واسطه همواره کېږي، خو په دودیز کرکېله کې دا کار نه ترسره کېږي، نو له همدې امله یې د اوبو مصارف زیات وي او حاصلات یې هم د کمیت او کفیت له پلوه ښه نه وي.
دکرنې وزارت د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژه د هېواد په درېوو شمالي ولایتونو کې یو شمېر ننداریزي کروندې جوړې کړې، ترڅو له همدې لاري ځايې بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژه د آسیایې پراختیایې بانک (ADB) او اروپایې ټولنې (EU) لخوا تمویلېږي.