لغمان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۲۳
لغمان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
د لغمان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۹۰ پروژو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې او دکرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره د ۸۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي.
د لغمان د کرنې رییس جمیل خوشحال وویل، چې په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو ۱۹۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې به یې په ۲۰ ورځو کې بشپړ شي. ښاغلی خوشحال وویل، چې د یادو زېرمتونو ترڅنګ پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو ۱۰۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل هم ددغو پروژو یوه برخه ده. دغه پروژې ددې ولایت په مرکز مهترلام او د قرغه یي، الینګار او علیشنګ په ولسوالیو کې پلي کيږي.
یادې پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار په لاره اچول شوي دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

جلسه مشورتی برای صادرات گوشت به خارج از کشور برگزار شد

جلسه مشورتی به منظور بررسی صادرات گوشت میان مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و نورالدین عزیزی وزیر صنعت و تجارت با حضور روسای بخش مالداری، استادان پوهنتون کابل، متخصصین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۴
Background image

بررسی وضعیت جنگلات و علفچرهای ولسوالی آبکمری توسط هیئت ریاست زراعت بادغیس

۲۳ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی متشکل از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، قوماندانی قطعه جنگلات و مسئولین ولسوالی آبکمری به‌منظور بررسی وضعیت جنگلات و علفچرهای عمومی و جلوگیری از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۰
Background image

بررسی پیشرفت کارهای تخنیکی کانال قوش‌تپه

۲۳ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه تخنیکی پیرامون بررسی پیشرفت کارهای کانال قوش‌تپه به سرپرستی عزیزالرحمن رحمانی مشاور مقام عالی وزارت، با حضور معاون ریاست انسجام اداره امور، مشاورین و متخصصین وزارت. . .

BACK TO NEWS