د لغمان د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته رسیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۲۴
د لغمان د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته رسیږي
 
بزګر اوونیزه/ عبدالواسع خان‌زاده
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د وریجو سږني حاصلات به نږدې ۴۰ زره ټنو ته ورسیږي. د غنمو تر څنګ وریجه هم د افغانانو اساسي خواړه دي، په هېواد کې د وګړي کلنۍ وده هم یاد تولید ته د خلکو اړتیا ډېر کړي ده.
لغمان، چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم هم شهرت لري ۳۸۴۳ کیلومتره مربع مساحت لري، چی له دې ډلې څخه ۳۶.۴ سلنه یې کرنیزې ځمکې، ۴۲.۲ سلنه یې غرونه ، ۱۳.۲ سلنه یې دښتې ۳.۲ سلنه یې نیمه همواره ځمکه او پنځه سلنه یې شګلنې دښتې دي.
لغمان ټولټال ۲۱ زره او ۸۷۶ هکټاره کرنیزه ځمکه لری، چې له یاد مقدرا څخه یې ۳۲ هکټاره للمي او اته زره او ۱۵۶ هکټاره یې نمجنه او جبه زاره ځمکه ده، چې یواځې د شولو د کښت لپاره مناسبه ده. ددې ولایت کروندګر په پراخه پیمانه د شولو کرکېله کوی. په دې ولایت کې د شولو د عصري کرکېلي په پار د کرنې وزارت له خوا د شولو لسګونه ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي، چې بزګرانو ته په کې د عملي روزنې زمینه هم برابره شوې ده.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس جمیل خوشحال وایي، چې په کلنۍ ډول ددې ولایت په ۱۲ زره هکټاره ځمکه کې شولې کرل کیږي، خو سږ کال ددې ولایت په ۱۰ زره او ۵۳۲ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوي، هغه د شولو د کروندو دکموالي لامل په دې ولایت کې د نویو بڼونو جوړول او د سبو کرکېلي ته د خلکو لېوالتیا په کوته کړه.
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې د شولې کروندې په دوامداره توګه اوبه ته اړتیا لري، د شولې د کښت له پیل او حاصل ته تر رسېدو پورې نږدې ۱۲۰ ورځې په برکې نیسي، چې باید د شولې په کرونده کې په منظم ډول اوبه وي.
هغه وویل، چې لغمان د اوبو له اړخه یو بډای ولایت دي، په لغمان کې دکابل سیند ترڅنګ د الينګار او اليشنګ سيندونه بهيږي او د دې ترڅنګ ګڼ شمېر کاريزونه هم لري، د اوبو د پراخو زېرمو له امله ددې ولايت ډېری خلک په کرنه بوخت دي او ددې ولایت کروندګر تر ډېره د شولې کرکېله کوي.لغمان کې به پخوا د شولې بېلابېل ډولونه «ورایټۍ» لکه؛ سرده بار، ګرمه بار، بهسودۍ، پشدي، ګرمه جاپاني، سرخ خوشه، ګرمه سېله، پرګان، بنګله دیشي ګرم، بنګله دیشي سرده، ګرمه کنړی، منډه شالي، سرده سېله او شاه لونګۍ کرل کېدل خو اسو په دې ولایت کې پرمل، جاپاني سرده، ګرمه جاپاني، هندي سېله، وطني سېله، بهسودي، ژر رسه سېله، عطایي سېله او یوشمېر نور ډولونه کرل کیږي، چې ښه پایله ورکوي.
د لغمان د شولو کروندګر د ورښتونو زیاتوالی، د کرنې وزارت روزنې او عامه پوهاوی او د افتونو مخنیوی په دې ولایت کې د شولو دحاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام یوتن بزګر سیدمحمد وایي، نږدې ۲۰ کاله کیږي، چې د شولې کرکېله کوي. سیدمحمد وویل: «د لغمان په ولایت کې شولې ښه پایله ورکړې ده، زه یوه جریبه ځمکه کې د شولې کرکېله او هرکال په منځنۍ کچه ترې دری خرواره حاصل اخلم.» سید محمد زیاته کړه، چې د کرنې وزارت په نورو برخو کې له بڼوالو او بزګرانو سره مرسته کوي زه د کرنې وزارت څخه غوښتنه کوم، چې د شولې له کروندګورسره د کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې وکړي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو ریاست، د شولو متخصص فواد احمدزی وایي، چې د افغانستان په ۱۱۸ زره او ۶۱۳ هکټاره ځمکه شولې کرل کیږي، چې کلنۍ تولید یې ۳۵۷ زره او ۴۴۱ مټریک ټنو ته رسیږي، چې د وطني تولیداتو ۶۴ سلنه جوړوي، دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په کال کې ۵۸۸ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا لري.
د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې شوله کرل کیږي، چې په دغو ولایتونو کې د شولې د کرکېلي ټوله سیمه څه باندې ۱۱۸ زره او ۶۱۳ هکټارو ته رسیږي.
لغمان، کندز، تخار، بغلان، ننګرهار، بلخ، کونړ، سرپل، بدخشان، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، هرات، بادغیس، کابل، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي، چې په کې د شولې کرکېله کیږي. په هېواد کې د وریجو د تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې بیاکندز لومړۍ مقام لري.
د اوبولګولو شبکې جوړول، د شولې ښه حاصل ورکوونکي نژادونه (ورایټۍ) پېژندل او بزګرانو لپاره دشولې روزنیزې- ننداریزې قطعې جوړول د شولې د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

توزیع خوراکه حیوانی را برای‌ ۶۰ فامیل مالدار در دو ولسوالی ولایت کابل 

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت در همکاری کمیته هالند به منظور  بخش رشد و انکشاف سکتور مالداری به ۶۰ فامیل مالدار در در ولسوالی‌های میربچه کوت و گلدره ولایت کابل خوراکه حیوانی توزیع کرده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

کنترول و بررسي از مراکز جمع آوري پشم و کشمیره ولسوالی بغلان مرکزی

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از ۲۶ مرکز جمع آوری پشم و کشمیره که  به همکاري دفتر کمیته هالند براي افغانستان و کمک مالي دفتر دی آی ایجاد شده است. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۲
Background image

به ۷۰ مالدار در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ خوراکه چاق کننده حیوانات توزیع شد 

۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت ولایت بلخ درهمکاری کمیته هالند برای افغانستان  برای ۷۰ تن از مالدارن ولسوالی دهدادی ولایت بلخ به مقدار 7 هزار کیلوگرام خوراکه کانسنتریت چاق کننده حیوانات. . .

BACK TO NEWS