هلمند کې د مالچرو او څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ روانه ده

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
هلمند کې د مالچرو او څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ روانه ده

۱۵ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ولسمشر د فرمان پر اساس او د ښارجوړولو او ځمکو چارو ریاست په همکارۍ د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له خوا په دې ولایت کې د څړځایونو د سیمو د ثبت او تثبیت لړۍ، چې مخکې پیل شوې وه ادامه لري. د دوی په خبره په لومړي پړاو کې د مرکز لښکرګاه اړوند د بست کلا په سیمه کې نږدې ۱۸ زره جریبه ځمکه به د کدسټري نقشې پر اساس ثبت او وروسته به یې د تصفیې لړۍ پیل شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې تر دې دمه په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۱۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه د کدسټري نقشې پر اساس ثبت او تثبیت شوي، چې تر دې وروسته یې د تصفیې لړۍ پیلیږي.
ښاغلی الکو وایي، چې د دوی د پلان پر بنسټ د څړځایونو ځمکې به د املاکي او کډسټري نقشو له مخې تثبیت او دکرنې وزارت په ډیټابیس کې په ثبت او راجستر شي.

د ښاغلي الکو په خبره د کرنې ریاست ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۰
Background image

جلسه هماهنگی ریاست زراعت دایکندی با مؤسسات همکار برگزار شد

۲۳ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و نمایندگان مؤسسات همکار برگزار شد.
در این جلسه، نمایندگان مؤسسات همکار گزارش فعالیت‌ها و برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۲۷
Background image

بازدید رئیس زراعت تخار از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان

۲۳ سنبله ۱۴۰۵  هـوش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، همراه با انجنیر احسان‌الله سراجی متخصص زراعت این ریاست، از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان بازدید و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۴
Background image

حاصلات پسته در بدخشان نسبت به سال گذشته ۲۰ درصد افزایش یافته است

۲۲ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس گزارش آمریت تنظیم منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، حاصلات پسته در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته حدود ۲۰ درصد افزایش یافته است. . .

بازگشت به خبرها