هلمند کې د جوارو حاصلات ډېر شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۴۹
هلمند کې د جوارو حاصلات ډېر شوي

۴ کب ۱۳۹۸
هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تور مۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي.
د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د جوارو په حاصلاتو کې
۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې ولایت په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۱۹۰ زره ټنه جوار تولید شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېره د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو د حاصلاتو ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي
د ښاغلي الکو په خبره د روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل دي. ددې ترڅنګ دهلمند د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل یې نور لاملونه دي.

د هلمند جوار په هېواد کې د ننه پراخ بازار لري، چې د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري. د هلمند ولایت د غلو دانو د منډوي د ازادو کاروباریانو او سوداګرو په وینا؛ له هلمند څخه هره ورځ له ۵۰۰ تر ۹۰۰ مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.

هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به شرکت برشنا انتقال شد

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک با همکاری مؤسسه برای احیا و توسعه خبر داد.
این کمک‌ها برای ۱۵۰ تن از مالدارانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

توزیع اجاق‌های خورشیدی برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی قادس بادغیس

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس با حمایت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، ۴۳ پایه اجاق خورشیدی را برای زنان نیازمند و بی‌بضاعت در حوزه ده‌برنج ولسوالی قادس. . .

بازگشت به خبرها