هېواد کې د خُرما ونو دودېدل

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۱۳:۳۸
 هېواد کې د خُرما ونو دودېدل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خُرما «کجورو» بڼونه جوړ کړي او وایي، چې موخه یې ددغې مېوې د ونو نیالولو دودېدل دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ د برخې چارواکي وایي، چې افغانستان متنوع اقلیم او ترڅنګ یې تاوده اوړی او وچې دښتې لري، چې د خُرما «کجورو» کرکېلي او تولید لپاره مساعد چاپېریال دی. د کرنې وزارت د چارواکو په خبره له پخوا راهیسې د ننګرهار، لغمان، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او خوست په ولایتونو کې په دودیزه توګه د خُرما کرکېله دود دی، چې د تخم په واسطه تکثیريږي. د یادو ولایتونو اقلیمي شرایط د خُرما «کجورو» کرکېلي او تولید لپاره مساعد اقلیم دی او په دغو ولایتونو کې د خُرما ونې ښې پایلې ورکړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما «کجورو» ونو پالل او روزل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما «کجورو» ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي او په هېواد کې د خُرما بڼونو جوړولو په پار هلې ځلې کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خُرما «کجورو» بڼونه جوړې شوي دي. لومړنۍ حاصلات ښیي، چې د وطني خُرماو کیفیت د ګاونډیو هېوادونو تر هغو ښه دي.
د هغو ولایتونو له ډلې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ورته د خُرما «کجورو» بڼونه جوړ شوي یو هم د ننګرهار ولایت دی. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» څه باندې ۸۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې د قناعت وړ حاصل ور کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما بڼونو جوړولو په پار هلې ځلې روانې دي او تر دې دمه په دې ولایت کې د خُرما څه باندې ۸۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي. د ښاغلي بهسودي په خبره د ننګرهار د کانال کرنیز شرکت اړوند د خُرما په ۴۵ جریبه بڼ کې د خُرما شپږ ډوله ونې موجودي دي، چې ترې شپږ ډول خُرما ترلاسه کیږي. ددې ترڅنګ ددې ولایت اړوند د پیر سید احمد ګیلاني په ۳۵ جریبه بڼ کې د خُرما سیمه ییز ډولونه کرل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست وایي، چې ددې ولایت اړوند په څېړنیز او روزنیز مرکز «کلکسیون» کې د خُرما پر بېلابېل ډولونو څېړنې روانې دي. ښاغلی بهسودي وایي: «د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د څېړنیز او روزنیز مرکز «کلکسیون» په ۸۷۵ متر مربع ځمکه کې د خُرما بېلابېل ډولونه کرل شوي دي، چې پر دغو ډولونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو د برخې کارکوونکي، د کرنې پوهنځی زده کړیالانو، استادانو او د بېلابېلو انسټیټونو زده کړیالان او استادان څېړنې ترسره کوي او له څېړنو وروسته یې کروندګرو ته د کر په موخه سپارښتنې کوي.»
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹یم کال کې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د خُرما «کجورو» ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړکړي. دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم په کې ووشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.
د ننګرهار ترڅنګ هلمند هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د خُرما «کجورو» بڼونو جوړولو په پار هلې ځلې روانې دي او په دې ولایت کې د خُرما بڼونو جوړولو او ترویج په پار هڅې کیږي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په ۱۳۹۷ یم کال کې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې د خُرما ۱۵۲ ونې په فني او مسلکي ډول القاح، ښاخبري او اصلاح شول او ترڅنګ یې هغو بزګرو ته چې د خُرما ونو بڼونه لرل د ښې روزنې او پالنې په پار عامه پوهاوی ورکړل شوي دي. د زلمی الکو په خبره د خُرما هغه ونې چې القاح شوي دي حاصلات یې ښه دي.
ښاغلي الکو وویل، یادو پایلو ته په کتو په ۱۳۹۸یم کال کې ددې ولایت د انار باغ څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره په دوه جریبه ځمکه کې د خُرما اصلاح شوي ننداریزې قطعې جوړې شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د خُرما ونو ترویج او تکثیر وو.
ددې ننداریزې قطعې په هکله د هلمند دکرنې رییس وویل: «ددې قطعې جوړولوڅخه موخه په هلمند ولایت کې د خُرما ونو ترویج او تکثر دی ترڅو بڼوال وهڅول شي، چې په خپلو ځمکو کې د خُرما بڼونه جوړ کړي.» هغه وویل په دې ننداریزه قطعه کې بڼوالو او ځمکوالو ته د خُرما ونو د کرکېلي او ساتلو په پار عملي او نظري زده کړې هم ورکول کیږي.
په پام کې ده چې، د هلمند دکرنې ریاست د خُرما په بېلابېلو ورایټیو څېړنه وکړي او د ترویج په موخه یې د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته تکثیر کړي.
د هلمند دکرنې رییس وایي، چې سږ کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خُرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې پلي کیږي. ددې طرحې پر اساس په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلکسیون جوړیږي. دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
هلمند په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خُرما بڼونه هم په کې جوړ شي ددې سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابریږي.
د یادولو ده، چې سږ کال د کجورو «خرما» بڼونو جوړولو ملي طرحه د عالي اقتصادي شورا له خوا ومنل شوه.
ددې طرحې پر اساس ټاکل شوې، چې دکرنې وزارت له خوا د کجورو دوه زره او ۷۰۰ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شي او دغه راز د خُرما د بېلابېلو نژادونو د انساجو د کرکېلي له لارې د خُرما د اصلاح شوي او تصدیق شویو نیالګیو د تولید او تکثیر په پار درې لابراټوارونه هم ایجاد شي.
ددې ترڅنګ د فراه، هلمند او ننګرهار په ولایتونو کې څېړنیز فارمونه او د خُرما ملي کلکسیون جوړول، د کیفیت د کنټرول اسټنډرډونه پلي کول، د بازار موندنې تصدیق پاڼې صادرول او ترویجې چوپړونه وړاندې کول د کرنې وزارت ددې طرحې نورې برخې دي.
ددې طرحې پراساس د کرنې وزارت په برنامو کې د کجورو سوداګریز بڼونه جوړول، د کجورو بڼونو جوړولو په پار له وچو او هغو ځمکو څخه، چې دکرکېلي وړ نه دي ګټه پورته کول، د انساجو کرلو له لارې د بېلابېلو نژادونو د اصلاح شویو نیالګیو تولید، د کورني مارکېټ لپاره ښه کیفیت لرونکي خُرما تولیدول، د بڼوالۍ په برخه کې د کار زمېنه برابرول، خصوصي سکټور ته د پانګونې نوي فرصتونه برابرول او د بېلابېلو نیالګیو ملي کلکسیون جوړول شامل دي.
تېر کال افغانستان د ۹.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ زره او ۷۶۰ ټنه خُرما وارد کړی دی. د دغو بڼونو له جوړولو څخه د کرنې وزارت موخه د ښه کیفیت لرونکي خُرما د تولید ډېر والی او له بهره د خُرما د تولیداتو د کچې ټېټول دي. د خُرما په برخه کې پر ځان بسیا کېدل د کورني مصرف په برخه کې د کال ۱۰ میلیونه ډالر د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته کولای شي او ددې ترڅنګ ډېرو خلکو ته د کاروبا او پانګونې زمینه هم برابروي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

برگزاری نشست هم‌آهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در کندز

۱۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت کندز، ریاست زراعت، آبیاری و مالداری به منظور هم‌آهنگی و پیشرفت با مؤسسات و نهادهای همکار، نشستی برگزار کرد. در این نشست مسئولان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
Background image

مسوولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار: از فارم سوم امسال نزدیک به سه هزار و سی تن جواری به دست خواهد آمد

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان فارم سوم شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند که امسال حدود ۴۰۳۰ جریب زمین در این فارم برای کاشت جوار اختصاص یافته است و بر اساس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

وزارت زراعت بیش از یک هزار جریب زمین را به وزارت ترانسپورت و هوانوردی منتقل کرد

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مقامات ریاست اراضی وزارت زراعت می‌گویند که در مرکز ولایت بامیان و همچنین در ولسوالی خاکجبار ولایت کابل، به منظور ساخت ترمینال ترانسپورتی و. . .

بازگشت به خبرها