خوست کې ځوانانو د «ملي بسیا بڼ» په نوم برنامه پیل کړ

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۹
خوست کې ځوانانو د «ملي بسیا بڼ» په نوم برنامه پیل کړ

۲۲ سلواغه ۱۳۹۸
د خوست ولایت یو شمېر ځوانانو یوه برنامه جوړه کړې او پلي کوي یې، چې پر بنسټ یې ټاکل شوې، چې د خوست په ولایت کې دولتي بنسټونو لپاره د بادامو ۲۰۰ بڼونه (چې هر بڼ کې له ۳۷تر ۳۸ ونې شامل وي) جوړ شي.
دغه ځوانان وایي، چې خوست کې د ۲۰۰ بڼونو په جوړولو کې د دوی په برنامه کې اته زره او ۵۰۰ ونې شاملې دي.
ددغو ځوانانو په خبره، د دوی د برنامې پربنسټ، چې ټاکل شوې خوست کې ۲۰۰ بڼونه جوړ شي، د ثمر ورکولو په پیل سره به درې میلیارډه او ۲۴۰ میلیونه افغانۍ خالص عاید ولري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خوست ولایت د ځوانانو له طرحې او برنامې هرکلی کوي. یاد وزارت ددې طرحې د پلي کولو په پار د هر ډول تخنیکي همکاریو لپاره چمتو دی.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د ځنګلونو د بیارغونې او له دې طبیعي سرچنیو څخه د عوایدو زیاتولو په پار په روان کال کې له بېلابېلو اړخونو څخه د جلغوزې او پستې ۱۰.۸ میلیونه نیالګي چمتو کړی دی، چې جلغوزې یې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې او پسته یې په هغو ولایتونو کې چې د پستې ونې لپاره مناسبه هوا او اقلیم ولري، د لېوالو کسانو او د ځنګلولی ټولنو په واک کې ورکول کیږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها