در ولسوالی کشنده ولایت بلخ به شماری از خانوادههای عودتکننده از مهاجرت کمک نقدی صورت گرفت
۲۰ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ شعبان المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
به همآهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ و با همکاری مؤسسه «دبلیواچاچ»، در ولسوالی کشنده این ولایت به شماری از خانوادههای عودتکننده از مهاجرت کمک نقدی توزیع شد.
این کمک در چهار مرحله برای ۳۰۰ تن از افراد نیازمند تطبیق گردید که در مرحله دوم، به هر فرد نیازمند مبلغ ۲۶۳۰ افغانی توزیع شد. همچنان برای ۹۳ تن از مهاجران عودتکننده که همراه با خانوادههایشان از کشور ایران اخراج شده بودند، کمک نقدی در سه مرحله در نظر گرفته شده بود که در مرحله دوم به هر فرد مبلغ ۹۹۶۵ افغانی پرداخت گردید.
قابل یادآوری است که روند توزیع کمکها با حضور ملا سمیعالحق عمار، مدیر عمومی خدمات زراعتی ولسوالی کشنده، و حبیبالله حبیبی، مدیر ترویج غلهجات و حبوبات، به گونه شفاف و منظم انجام شد.
این برنامه در حمایت از افراد نیازمند و مهاجران عودتکننده نقش مهمی دارد و در بهبود وضعیت معیشتی خانوادههای مستفیدکننده تأثیر مثبت گذاشته است.
د بلخ کشنده ولسوالی کې له کډوالۍ راستنو شویو یوشمېر کورنیو سره نغدې مرسته وشوه
۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د «ډبلیواچاچ» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کشنده په ولسوالی کې له کډوالۍ راستنوشویو یوشمېر کورنیو سره د نغدې پیسې مرسته وشوه.
یاده مرسته په څلورو پړاوونو کې د ۳۰۰ تنو اړمنو کسانو لپاره تطبیق شوه، چې په دوهم پړاو کې هر اړمن کس ته ۲۶۳۰ افغانۍ ووېشل شوې. همدارنګه د ۹۳ تنو بېرته راستنو شوو کډوالو لپاره، چې له خپلو کورنیو سره یوځای د ایران له هېواده ایستل شوي وو، نغدي مرسته په درې پړاوونو کې په پام کې نیول شوې وه، چې په دوهم پړاو کې هر کس ته ۹۹۶۵ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش بهیر د کشنده ولسوالی د کرنیزو خدمتونو د عمومي مدیر ملا سمیعالحق عمار او د غلو او حبوباتو د ترویج مدیر حبیبالله حبیبي په حضور کې، په شفاف او منظم ډول ترسره شو.
دغه پروګرام د اړمنو کسانو او بېرته راستنو شوو کډوالو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي او د اړمنو کسانو د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې یې اغېزمنه مرسته کړې ده.
