د بلخ کشنده ولسوالی کې له کډوالۍ راستنو شویو یوشمېر کورنیو سره نغدې مرسته وشوه

mail-admin
Mon, Feb 09 2026 2:01 PM
در ولسوالی کشنده ولایت بلخ به شماری از خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت کمک نقدی صورت گرفت

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د «ډبلیواچ‌اچ» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کشنده په ولسوالی کې له کډوالۍ راستنوشویو یوشمېر کورنیو سره د نغدې پیسې مرسته وشوه.
یاده مرسته په څلورو پړاوونو کې د ۳۰۰ تنو اړمنو کسانو لپاره تطبیق شوه، چې په دوهم پړاو کې هر اړمن کس ته ۲۶۳۰ افغانۍ ووېشل شوې. همدارنګه د ۹۳ تنو بېرته راستنو شوو کډوالو لپاره، چې له خپلو کورنیو سره یوځای د ایران له هېواده ایستل شوي وو، نغدي مرسته په درې پړاوونو کې په پام کې نیول شوې وه، چې په دوهم پړاو کې هر کس ته ۹۹۶۵ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش بهیر د کشنده ولسوالی د کرنیزو خدمتونو د عمومي مدیر ملا سمیع‌الحق عمار او د غلو او حبوباتو د ترویج مدیر حبیب‌الله حبیبي په حضور کې، په شفاف او منظم ډول ترسره شو.
دغه پروګرام د اړمنو کسانو او بېرته راستنو شوو کډوالو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي او د اړمنو کسانو د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې یې اغېزمنه مرسته کړې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS