ننګرهار کې د څارویو درملتونونه او د چرګانو د واکسینو خرڅلاو استازولۍ وڅارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۵:۴۵
ننګرهار کې د څارویو درملتونونه او د چرګانو د واکسینو خرڅلاو استازولۍ وڅارل شول

۱۲ وږی ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د څارویو درملتونونه، د وترنرۍ د برخې فعالین او د چرګانو د واکسینو دخرڅلاو استازولیو څخه څېړنه او ارزونه ترسره کړه.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د چارواکو په خبره ددې پلټنې په ترڅ کې هغه حېواني درملتونونه او د چرګانو د واکسینو د خرڅلاو استازولۍ چې، جوازونه یې نه لرل او د خپل فعالیت بشپړ قانوني پړاوونه یې نه وو بشپړ کړي د جواز تر اخېستو یې درمل پلورنځي او استازولۍ مهرلاک شول.
دغه څارنې او ارزونې ددې سبب کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت چوپړونه وړاندې کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها