عصري ممیز خونې د هلمندي بڼوالو د عوایدو ښه سرچینه

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۵:۳۳
عصري ممیز خونې د هلمندي بڼوالو د عوایدو ښه سرچینه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا او د بڼوالو د عوایدو زیاتلو په پار تل هلې ځلې کوی، چې له هرې ممکنه لارې څخه د بڼوالو عواید زیات او د دوی اقتصادي ودې لپاره زمینې برابرې کړي، په همدې موخه دکرنې وزارت د هېواد په کچه د نورو فعالیتونو ترڅنګ انګورو بڼوالو لپاره د ممیزخونو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوی. ددغو فعالیتونو په ترڅ کې په تېرو دوو کلونو کې دکرنې وزارت له خوا د هلمند د انګورو بڼوالو لپاره ۱۹ عصري ممیز خونې جوړې شوي دي، چې د شپږ ټنه انګورو د وچوولو وړتیالري.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، دغه ممیز خونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې جوړې شوي دي. د ښاغلي الکو په خبره دامهال په دې ولایت کې د اته بابه نورو ممیزخونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې تر دې دمه یې د جوړولو چارې کابو ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکي به یې د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»

د دغو ممیزخونو په جوړولوسره د انګورو بڼوالو عواید زیات او ترڅنګ یې د سیمې اوسیدونکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه به هم ونیول شي.

یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړې شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

هلمند څخه هر کال نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي. د چارواکو په خبره د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتیږي.

په همدې موخه دکرنې وزارت د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په هلمند کې هم بڼوالو لپاره عصري ممیزخونې جوړې کړي دي، چې د دودیزو هغو په پرتله ددغو ممیزخونو د ممیزو کیفیت ښه او ډېر پېرېدونکي لري.

هلمندي بڼوال وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیزخونو کې تولیدوی په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوی دوه چنده ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له عصري ممیزخونو څخه یوتن برخمن شوی بڼوال د هلمند ولایت اوسیدونکی حاجی احمدجان دی. حاجي احمدجان ته تېر کال د کرنې وزارت له خوا یو باب عصري ممیزخونه جوړه شوه. هغه تر دې مخکې ممیزخونو ته لاس رسی نه درلود او په عادي خونو او د ونو په سیورو کې یې خپل انګور ځوړوندول تر څو وچ او په ممیزو بدل شي. حاجي احمدجان وویل: «تر دې مخکې مې په عادې خونو او د ونو په سیورو کې انګور د چوولو په موخه اېښودل، ډېر انګور مې ضایع کېده او د تولید شوی ممیزو کیفیت هم ښه نه وو او ښه بازار یې نه درلود.» حاجي احمدجان خپل عصري ممیزخونې ته په اشارې سره وویل: «دا عصري ممیزخونه، چې د کرنې وزارت له خوا راته تېر کال جوړه شوې ده، په دې کې مې انګور ځوړند کړي دي. په لومړي سر کې زړه نا زړه وم وېرېدلم چې، په دې ممیزخونه کې مې د ممیزو رنګ وا نوړي او کیفیت یې خراب نه شي ځکه له ځینو خلکو مې اورېدلی وو، چې پخې ممیزخونې د ممیزو رنګ اړوی «سوروالی او توروالی پیداکوی» او کیفیت یې خرابوی، خو ما په دې ممیزخونه کې عملاً تجربه کړه، چې په دې عصري ممیزخونه کې د ځوړند شویو انګورو رنګ ډېر ښه زرغون پاتي دي او رنګ یې کوم تغییر «سوروالی او توروالی» نه دی کړی.» حاجي احمدجان په خپلو خبرو کې داهم وویل که چېرې بڼوال د خپلو بڼونو انګور د پخېدو په مناسبه مرحله کې وشکوی او همدارنګه د پوتاشیم کاربونیټ او تېلو په محلول کې یې غوټه کړي د ممیزکېدو عملیه یې نوره هم ګړندی کیږي، چې د ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې په بشپړ ډول وچیږي. احمدجان زیاته کړه:«تر دې مخکې موږ په عادي خونو کې خپل انګور ځوړندول او یا مو د ونو په سیورو کې انګور اېښودل، چې په یادو خونو کې زموږ تازه انګور له ۴۵ تر ۶۰ پورې په ممیزو بدلېده خو کیفیت یې خراب و خو اوس د کرنې وزارت له خوا په جوړشوی عصري ممیزخونو کې تازه انګور له ۱۵ تر ۲۰ ورځو په ممیزو بدلیږې او کیفیت یې هم ډېر ښه وی او ښه بازار هم لري.» د هغه په خبره په عصري ممیزخونه کې تولید شوی ممیز ښه کیفیت لري او پېریدونکي یې ډېر دي.

عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.

باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې جوړې شوي دي او په راتلونکې کې به دې ته ورته نور ممیزخونې هم جوړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

موسسه افغان اید پروژهای زراعتی و آبیاری‌اش را با وزارت زراعت شریک ساخت

طی جلسه‌ای در وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت مسوولان  موسسه افغان اید طرح تطبیقی پروژهای‌شان را در بخش زراعتی، آبیاری و سایر بخش‌های مرتبط به. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

توزیع خوراکه حیوانی را برای‌ ۶۰ فامیل مالدار در دو ولسوالی ولایت کابل 

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت در همکاری کمیته هالند به منظور  بخش رشد و انکشاف سکتور مالداری به ۶۰ فامیل مالدار در در ولسوالی‌های میربچه کوت و گلدره ولایت کابل خوراکه حیوانی توزیع کرده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

کنترول و بررسي از مراکز جمع آوري پشم و کشمیره ولسوالی بغلان مرکزی

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از ۲۶ مرکز جمع آوری پشم و کشمیره که  به همکاري دفتر کمیته هالند براي افغانستان و کمک مالي دفتر دی آی ایجاد شده است. . .

BACK TO NEWS