پر یوشمېر هلمندي کب روزونکو د کبانو بچیو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۸:۴۰
پر یوشمېر هلمندي کب روزونکو د کبانو بچیو د وېش لړۍ پیل شو

۳ وږی ۱۳۹۸
هلمند کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کب روزنې ګڼ فارمونه جوړ شوي دي. 
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال سلګونه ټنه غوښه تولیدوي، چې د هلمند په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر یوشمېر فارم لرونکو د کبانو
۱۰۰ بچې وېشي. د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه په سوېل زون کې پر فارم لرونکو د کبانو ۲۹۰ زره بچې وېشي، چې له دې ډلې د هلمند پر فارم لرونکو د کبانو ۱۰۰ زره بچې وېشل کیږي.

د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.

ددې ترڅنګ د هلمند دکرنې ریاست اړوند په څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره ددې ریاست له خوا د کبانو روزنې دوه فارمونه هم جوړ شوي دي، چې د نږدې شپږ زره کبانو د روزنې وړتیا لري، یاد فارمونه هم نن رسماً پرانیستل شول.

په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل، چې له دې لارې به ډېری ځوانانوته د کاروبار زمینه برابره شي، او د ډېر شمېر کسانو د ګټو وټو ښه سرچینه ده.

په همدې حال کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل، چې یاد فارمونه په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي، چې ددې فارمونو تر پرانیستلو وروسته به د دې ولایت د کبانو فارم لرونکي ترې وخت ناوخت لیدنه کوی او د کب روزنې د کارپوهانو له خوا به په بېلابېلو برخو کې دوی ته اړینې سلا مشورې هم ورکول کیږي.

د هلمند دکرنې رییس زیاته کړه، دکرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.

ددغو فارمونو د جوړولو موخه داده، چې هلمندیان د کب روزنې فارمونو جوړولو ته وهڅیږي او له یادو فارمونو څخه د زده کړې ترڅنګ د کبانو اصلاح شوي نسلونه هم تر لاسه کړي.

د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به هلمند د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.

په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۰
Background image

جلسه هماهنگی ریاست زراعت دایکندی با مؤسسات همکار برگزار شد

۲۳ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و نمایندگان مؤسسات همکار برگزار شد.
در این جلسه، نمایندگان مؤسسات همکار گزارش فعالیت‌ها و برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۲۷
Background image

بازدید رئیس زراعت تخار از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان

۲۳ سنبله ۱۴۰۵  هـوش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، همراه با انجنیر احسان‌الله سراجی متخصص زراعت این ریاست، از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان بازدید و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۴
Background image

حاصلات پسته در بدخشان نسبت به سال گذشته ۲۰ درصد افزایش یافته است

۲۲ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس گزارش آمریت تنظیم منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، حاصلات پسته در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته حدود ۲۰ درصد افزایش یافته است. . .

بازگشت به خبرها