بټي کوټ کې پر نږدې ۸۰ نارینه او ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
بټي کوټ کې پر نږدې ۸۰ نارینه او ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې

۱۲ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر ۷۶ نارینه او ښځینه بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي؛ دغه وېشل شوي توکي، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۰ زره افغانۍ کیږي د بټي کوټ ولسوالۍ پر ۶۰ نارینه او ۱۶ ښځینه بزګرانو وېشل شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه له دغو مرستو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانو ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها