هلمند کې د امو ننداریز بڼ جوړیږي

content_admin
Sun, Sep 29 2019 7:32 PM
هلمند کې د امو ننداریز بڼ جوړیږي

۷ تله ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار هلې ځلې کوي او د امو ننداریز بڼ جوړولو په موخه یې ۳۰۰ نیالګي تر روزنې لاندې نیولي دي.

د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، چې هلمند د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج په پار د امو ننداریز بڼ جوړ کړي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند د کرنې ریاست د انار باغ نیالګیو روزلو په قوریه کې دا مهال د امو ۳۰۰ نیالګي تر روزنې لاندې نیولي دي، چې ښه وده هم لري.
د یادو ونو د نیالګیو ننداریز بڼ کې به بزګرو ته عملي او نظري روزنې ورکول کیږي ترڅو نور بڼوال او ځمکوال ترې زده کړې وکړي او وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا ورکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS