ننګرهار کې د بروسلوز ۱۴۴ زره او ۴۴۸ ډوزه واکسین پر څارویو پلي کېږي

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۷
ننګرهار کې د بروسلوز ۱۴۴ زره او ۴۴۸ ډوزه واکسین پر څارویو پلي کېږي

۱۲غبرګولی ۱۴۰۰
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت څارویو ته د بروسلوز ناروغۍ د واکسینو د پلي کېدو لړۍ پیل شوې ده.
د ننګرهار کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وايي، د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي په پار ١٤٤ زره او ٤٤٨ ډوزه واکسینونه چې ټولیز ارزښت يې یو میلیونه او٤٤١ زره او ٦٦٩ افغانۍ کیږې په ٢٢ ولسوالیو، «خوګیانو، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل، کامه، کوزکونړ، دره نور، کوټ، شېرزاد، حصارک، لعلپوره، مومندره، پچیراګام، رودات، هسکه مېنه، اچین، دوربابا، سپین غر او نازیانو» کې د وترنرۍ د ٢٥ سیمه ییزو واحدونو له لورې پلي کېږي.
د څارویو ناروغیو د مخنیوي په پار پر څارویو د واکسینونو پلي کول د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست یو له مهمو برنامو څخه دی، چې د یاد واکسین په تطبیق سره به د مالدارانو په حیواني محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او د ناروغیو دخپرېدو مخه به ونیول شي.
یاده ناروغي، چې له څارویو انسانانو ته هم لېږدي، خطرناکه ناروغې ده، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له لورې یې د مخنیوې هڅی روانې دي.
د بروسلوز ناروغي د مالدارانو پر اقتصاد مستقیمې اغېزې لري، که چېرې دا ناروغي کنټرول نه شي، نو مالدارانو ته خورا زیات زیان رسېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ولايت په کچه هرکال د څارویو د بروسلوز او نورو ناروغیو د کنټرول په پار د واکسینو کمپاین په لاره اچوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS