د لا زرغونتیا په پار هڅې، سږ د هېواد په کچه نږدې ۲۷ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۳:۵۳
د لا زرغونتیا په پار هڅې، سږ د هېواد په کچه نږدې ۲۷ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

دهقان (بزګر) اوونیزه / عبدالواسع‌ خان‌زاده
د پسرلي په درشل کې هر کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، خصوصي سکټور او اړوندو نهادو په ګډه همکارۍ د هېواد په کچه د نیالګیو اېښودو کمپین په لاره اچول کېږي، چې په ترڅ کې یې میلیونونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کېږي. ددغو کمپینونو او د نیالګیو اېښودو موخه د چاپېریال ساتنه، د هېواد زرغونتیا او ښکلا، د هوا د ککړتیا مخنیوي، د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د طبیعي زېرمو ساتنه، د نیالګیو اېښودو دود پیاوړي کول او خلکو ته کاري فرصتونه برابرول دي.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت، د طبیعي سرچېنو لوی ریاست چارواکې وایي، چې سږکال د هېواد په کچه نږدې ۲۷ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کیږې، چې له دې ډلې څه باندې دوه میلیونه نیالګي یې د کرنې وزارت له خوا تولید شوي دي، چې دغه نیالګي د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو او هېوادوالو له خوا په عامه ځایونو کې د اېښودو په پار د دوی په واک کې ورکول کېږي.
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار وایي، چې د سږني نږدې ۲۷ میلیونه تولید شویو نیالګیو له ډلې، د کرنې وزارت له لورې د ولایتو په کچه په ټول هېواد کې دوه میلیونه، ۴۶۸ زره او ۵۵۶ نیالګي تولید شوې دي. ددې ترڅنګ ۱۸میلیونه او ۱۸۱ زره او ۴۱۴ نیالګي د قوریه لرونکو ټولنو، پنځه میلیونه او ۷۳زره  او ۶۲۸ نیالګي په انفرادي توګه د خلکو لخوا او یومیلیون او ۱۵زره  او ۴۹ نیالګي د موسساتو له خوا تولید شوې دي، چې په ټولیزه توګه ۲۶ میلیونه او ۷۳۸ زره او ۶۷۴ نیالګي کېږي او په ټول هېواد کې په اېښودل کېږي.
 ښاغلی امانیار وویل، چې د کرنې وزارت تولید شوي نیالګي د یاد وزارت د لارښود پر بنسټ خلکو او نهادونو ته ورکول کېږي.
د امانیار په ټکو په تودو ولایتونو لکه «ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، کندهار، هلمند، نیمروز اوفراه» کې اقلیمې شرایطو ته په کتو د نیالګیو اېښودو لړۍ د سلواغې میاشتې څخه پیلیږي او په سړو سیمو کې بیا اقلیمي شرایطو ته په کتو د نیالګیو اېښودو لړۍ د کب له ۱۵ مې نېټې پیل او د وري میاشتې په ۱۵ مې نېټې پای ته رسیږي. دهغه په خبره په ګرمو ولایتونو کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شوی دی او ډېر ژر به په سړ سیموکې هم د کرنې وزارت له لورې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شي.
د محمد امان امانیار په خبره کوم څه چې باید هېر نه کړو، د نیالګیو څارل او ساتل دي. د لا سمسورتیا او د راتلونکو نسلونو د ژوند د ادامې په موخه، اړینه ده، چې د ونو ساتنې ته لاډېر او په ټولیزه توګه فعال وسو، ترڅو ژوند لپاره ښه هوا ولرو.
باید وویل شي، چې د ولسمشر د حکم پر اساس د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځ نومول شوی دی او هر کال د نیالګیو اېښودو ملي کمپین هم  تر ځانګړې شعار لاندې په همدې ورځ پیلېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

توزیع ۱۶ گاوشیری نسل وطنی در ولسوالی وردوج ولایت بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بدخشان، ۱۶ فرد گاوشیری نسل وطنی به همراه چوچه‌های آن برای ۱۶ خانواده مستحق و بی‌بضاعت در سه قریه ولسوالی وردوج توزیع کرد  این برنامه توسط دفتر بنیاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی یوریا اسپری در قریه خوال ولایت بامیان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان تخنیکی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، برنامه وقایوی یوریا اسپری را در قریه خوال مرکز بامیان تطبیق کردند.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها