برداشت ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در کشور؛ افزایش ۱۳.۴ درصدی نسبت به سال گذشته
۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصائیه زراعتی و تنظیم معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در سطح کشور برداشت شده است که در مقایسه با سال گذشته ۱۳.۴ درصد افزایش را نشان میدهد.
براساس این آمار، در سال جاری ۱.۹۷ میلیون هکتار زمین در کشور تحت کشت گندم قرار داشته که نسبت به سال گذشته ۴.۱ درصد افزایش یافته است. از این میان ۱.۳۴ میلیون هکتار زمین آبی و ۶۲۵ هزار هکتار زمین للمی بوده است.
متخصصان وزارت زراعت، بارندگیهای بهموقع بهویژه در مناطق للمی، افزایش ساحات کشت و توزیع تخمهای اصلاحشده بذری و کودهای کیمیاوی را از عوامل عمده افزایش تولید گندم در سال جاری میدانند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان بهمنظور افزایش حاصلات گندم و دستیابی به خودکفایی در این بخش، تلاشهای گستردهای انجام میدهد. این تلاشها شامل توزیع تخمهای اصلاحشده بذری و کودهای کیمیاوی، ترویج روشها و وسایل نوین کشت و برداشت، مبارزه با آفات و امراض نباتی، آموزش دهقانان و ارائه سایر خدمات زراعتی میباشد.
با این حال، نیاز مصرفی گندم کشور در سال جاری ۷.۰۹ میلیون متریک تُن برآورد شده است. با توجه به تولید ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در داخل کشور، بخشی از نیازمندی بازار از طریق واردات تأمین میشود.
گفتنی است که در سال گذشته ۱.۸۹ میلیون هکتار زمین در کشور تحت کشت گندم قرار داشت و مجموع تولید این محصول به ۴.۵۴ میلیون متریک تُن رسیده بود.
هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي
۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو شمېرو له مخې، روان کال په هېواد کې پر ۱.۹۷ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۶۲۵ زره هکټاره للمي ځمکه وه.
د کرنې وزارت متخصصین پر وخت ورښتونه، په ځانګړې توګه په للمي سیمو کې، د کرنیزو ځمکو د سیمې پراخوالی او د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، په روان کال کې د غنمو د تولید د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او په دې برخه کې ځانبسیاینې ته د رسېدو په موخه پراخې هڅې کوي. په دغو هڅو کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د کرنې او حاصلاتو راټولولو د عصري لارو چارو او وسایلو دودول، له نباتي آفتونو او ناروغیو سره مبارزه، د بزګرانو روزنه او د نورو کرنیزو خدمتونو وړاندې کول شامل دي.
له دې سره سره، په روان کال کې د هېواد د غنمو مصرفي اړتیا ۷.۰۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې ده. په هېواد کې د ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنمو تولید ته په پام سره، د بازار د اړتیاوو یوه برخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په هېواد کې پر ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو او د دغه محصول ټولیز تولید ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی و.
