د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۹
د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۱۰۰۰ تنه بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دې روزنیز پروګرام کې ۷۵۰ تنه بزګران او ۲۵۰ تنه مالداران برخه اخیستې وه، چې له دې ډلې څخه ۲۵ ټولنې جوړې شوي دي. په هره ټولنه کې له ۲۰ تر ۳۵ پورې کسان شامل دي، چې د هرې ټولنې غړي په خپل منځ کې یو رییس، یو خزاندار او یو منشي لري، ترڅو د ټولنې مالي او اداري چارې په منظمه توګه پرمخ یوسي.
د دې روزنې موخه خپلمنځي سپما، د کرنیزو اړتیاوو ارزونې، او د اړتیا پر مهال د غړو تر منځ د مالي مرستو پر څرنګوالي تمرکز کوي. د دغې پروسې له لارې به هره ټولنه هڅه وکړي، چې د میاشتني یا کلني سپما له لارې یو مالي صندوق جوړ کړي، تر څو د ټولنې هغه غړي ته مرسته ورکړل شي، چې د کرنیزو چارو لپاره یې اړتیا ډېره وي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې بزګران او مالداران له مالي لحاظه پیاوړي کوي، بلکې دوی ته د متقابل باور، یووالي، او خپلواکۍ احساس ورکوي. له دې سره به بزګران د بهرنیو مرستو پر ځای پر خپل توان او شراکت بسیا شي، چې دا کار د کرنې سکتور په ودې او پراختیا کې مهم رول لري.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۲۲
Background image

توزیع پول نقد برای بیش از ۲۰۰ کارگر پروژه‌های معیشتی در دایکندی

2 سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی از روند توزیع پول نقد برای کارگران پروژه بهبود معیشت روستایی و حمایت از پایداری در برابر تغییر اقلیم در قریه‌های بوکله، جرف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

به باغداران و دهاقین ننگرهار به‌منظور جلوگیری از امراض و مدیریت بهتر باغ‌ها آموزش داده شد

۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
کارمندان مدیریت‌های ترویج ولسوالی‌های هسکه‌مینه، نازیان، کوزکنر و مومندره مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در قریه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

به هزاران خانواده در ولسوالی کامدیش نورستان برای تقویت کاروبارهای کوچک زراعتی کمک نقدی توزیع شد

۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، با همکاری تخنیکی مؤسسه برنامه توسعه و بازسازی روستایی و حمایت مالی برنامه جهانی. . .

بازگشت به خبرها