د خوست موسی خېلو ولسوالی کې سلګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۴
د خوست موسی خېلو ولسوالی کې سلګونه بزګران وروزل شول

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست د «ان،اې،سي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د قلندر ولسوالی کې۴۰۰ بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
دموسی خېلو ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو  په کروندو کې شته ستونزې حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د موسی خېلو ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.
بلخوا د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا ددې والیت د مرکز او ولسوالیو کرنیزو چارو مدیرانو ته د ننداریزو کروندو په برخه کې یو ورځنی سیمینار په لاره اچول شوې وه، چې د کرنیزو چارو مدیرانو ته د مسلکي کرکېلي په هکله روزنه وکړل شوه.
د چارواکو په خبره د یادو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو او کرنیزو چارو مدیرانو وړتیاوې لوړول دي، چې په راتلونکې کې دوی وکولای شي، له خپلو کروندو څخه غوره حاصلات ترلاسه او نورو بزګرانو ته د مسلکي کرکیلې په برخه کې سلا مشورې ورکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و وزارت تحصیلات عالی

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان پیرامون شریک‌سازی تجارب تحقیقاتی و فراهم‌سازی زمینه کارهای عملی برای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

امضای قرارداد آغاز فعالیت فابریکه لبنیات ریشخور در کابل

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
قرارداد آغاز فعالیت فابریکه لبنیات ریشخور میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شرکت لبنیات میلکو به امضاء رسید.
این قرارداد طی مراسمی در وزارت زراعت امضاء شد که در آن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۵
Background image

نظارت از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در کابل

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از مقام‌های امارتی از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در نواحی مختلف شهر کابل نظارت کردند.
این هیئت به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و. . .

BACK TO NEWS