پکتيا: پر ‍۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۴۱
پکتيا: پر ‍۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

  ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ( آیکن ) مؤسسې په مالي ملاتړ او د (ای ډبلیو اس ډي سي) دفتر په همکارۍ د پکتیا ولایت په مرکزګردیز کې پر ۲۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
په يادو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د همکارو مؤسسو مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
ښاغلي حلیمزی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یي وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړی.
د کرنیزو چارو آمر زياته کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادی موسسی مسئول انجینر نظیف الله  په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS