پکتيا: پر ۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ( آیکن ) مؤسسې په مالي ملاتړ او د (ای ډبلیو اس ډي سي) دفتر په همکارۍ د پکتیا ولایت په مرکزګردیز کې پر ۲۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
په يادو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د همکارو مؤسسو مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
ښاغلي حلیمزی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یي وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړی.
د کرنیزو چارو آمر زياته کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادی موسسی مسئول انجینر نظیف الله په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکول کېږي.