لغمان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول
![لغمان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240508-wa0221.jpg)
۱۹ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر۵۰ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د لغمان مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت د علیشنګ او قرغیو ولسوالیو پر ۵۰ مالدارانو د شېدو پروسس کولو «چنر» ماشینونه وېشل شوي دي.
د لغمان ولایت دکرنې ریاست په خبره د شېدو د پروسس د ماشینونو د وېش موخه د نوي ټکنالوجۍ ترویج، د شېدو پاکوالي ښه مراعتول، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د باکیفیته حیواني محصولاتو وړاندې کول دي.