د ننګرهار دکرنې ریاست: سږکال به د زردالو حاصلات نږدې ۹ زره ټنو ته ورسېږي
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو پروژو له لورې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې په څه باندې دوه زره او ۵۸۲ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوی دي، چې د اټکل له مخې به نږدې ۹ زره ټنه حاصلات ورکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې ددې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې په ۲۵۸۲.۵ جریبه ځمکو د شفتالانو بڼونه جوړ شوي، چې د اټکل له مخې به ترې سږ کال ۸ زره او ۹۶۴ مټریک ټنه حاصلات تر لاسه او له امله به یې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.
تېر کال په ننګرهار کې ۷ زره او ۷۹۴ مټریک ټنه د شفتالو حاصلات تر لاسه شوي وو چې سږ کال یو شمېر نور بڼونه هم په حاصل راغلې ، دناروغیو څخه ژغورنې او ورته ښې پاملرنې له امله یې حاصلات څه کم ۹ زره ټنه اټکل شوي.
په ننګرهار کې د شلیل، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ ډوله شفتالان کرل شوي، چې د شلیل او ایرلي ګرینډ ډول یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.
د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور،کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالانو بڼونه جوړ شوي دي.