وزیر زراعت با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار کرد
۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با ریچارد ترینچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) در افغانستان، دیدار و درباره توسعه سکتور زراعت و مالداری گفتوگو کرد.
در این دیدار، وزیر زراعت بر تطبیق برنامههای انکشافی درازمدت تأکید کرده گفت که طی چهار سال گذشته در بخشهای زراعت و مالداری پیشرفتهای خوبی صورت گرفته، اما برای رشد بیشتر این سکتورها نیاز به کار و همکاریهای گستردهتر وجود دارد.
مولوی عطاءالله عمری از سازمان خوراک و زراعت ملل متحد خواست تا در بخشهای تهیه و ترویج تخمهای اصلاحشده، اصلاح نسل حیوانات، تولید تخم و کود عضوی در داخل کشور، ایجاد مراکز خاکشناسی، ساخت آبخوره برای مواشی در دشتها و مناطق دوردست، ایجاد مراکز جمعآوری شیر و ساخت مسلخها همکاری و فعالیتهای خود را افزایش دهد.
در همین حال، ریچارد ترینچارد گفت که اولویتهای وزارت زراعت در برنامههای سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در نظر گرفته شده و این سازمان بر برنامههای درازمدت تمرکز دارد. وی افزود که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد تلاش میکند سرمایه بیشتری را برای افغانستان جلب کرده و همکاریهای خود را با این کشور ادامه دهد.
ترینچارد همچنان گفت که کشورهای تمویلکننده پلتفرمی را ایجاد کردهاند که در کنار بخش صحت، زراعت نیز از اولویتهای آنان برای تمویل به شمار میرود.
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل
۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «افاېاو» له رییس ریچارډ ترینچارډ سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د اوږدمهاله پراختیايي پروګرامونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي؛ خو د دغو سکتورونو د لا ودې لپاره لا ډېر کار او پراخو همکاریو ته اړتیا ده.
مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه وغوښتل، چې د اصلاح شویو تخمونو د برابرولو او ترویج، د حیواناتو د نسل اصلاح، په هېواد کې دننه د تخم او عضوي سرې د تولید، د خاورې پېژندنې مرکزونو د جوړولو، په دښتو او لرې پرتو سیمو کې څارویو لپاره د اوبو د ځایونو د جوړولو، د شېدو راټولولو مرکزونو د رامنځته کولو او د مسلخونو د جوړولو په برخو کې خپلې همکارۍ او فعالیتونه زیات کړي.
په همدې حال کې، ریچارډ ترینچارډ وویل، چې د کرنې وزارت لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په پروګرامونو کې په پام کې نیول شوي او دغه اداره پر اوږدمهاله پروګرامونو تمرکز کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادره هڅه کوي د افغانستان لپاره لا ډېره پانګه راجلب کړي او له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ترینچارډ همداراز وویل، چې تمویلوونکو هېوادونو یو پلاتفورم جوړ کړی، چې د روغتیا تر څنګ، کرنه هم د دوی د تمویل له لومړیتوبونو څخه ده.
