د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۴
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د اوږدمهاله پراختیايي پروګرامونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي؛ خو د دغو سکتورونو د لا ودې لپاره لا ډېر کار او پراخو همکاریو ته اړتیا ده.
مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه وغوښتل، چې د اصلاح شویو تخمونو د برابرولو او ترویج، د حیواناتو د نسل اصلاح، په هېواد کې دننه د تخم او عضوي سرې د تولید، د خاورې پېژندنې مرکزونو د جوړولو، په دښتو او لرې پرتو سیمو کې څارویو لپاره د اوبو د ځایونو د جوړولو، د شېدو راټولولو مرکزونو د رامنځته کولو او د مسلخونو د جوړولو په برخو کې خپلې همکارۍ او فعالیتونه زیات کړي.
په همدې حال کې، ریچارډ ترینچارډ وویل، چې د کرنې وزارت لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په پروګرامونو کې په پام کې نیول شوي او دغه اداره پر اوږدمهاله پروګرامونو تمرکز کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادره هڅه کوي د افغانستان لپاره لا ډېره پانګه راجلب کړي او له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ترینچارډ همداراز وویل، چې تمویلوونکو هېوادونو یو پلاتفورم جوړ کړی، چې د روغتیا تر څنګ، کرنه هم د دوی د تمویل له لومړیتوبونو څخه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت