جلوگیری از تخریب جنگلات پسته در ولسوالی دشت ارچی کندز
۱۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف حفاظت از منابع طبیعی و جلوگیری از تخریب جنگلات، کارمندان مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی دشت ارچی با هماهنگی قطعه سبز، از فعالیتهای غیرقانونی زرشویی (شستوشوی طلا) در ساحات جنگلات پسته جلوگیری نمودند.
براساس معلومات، شماری از افراد بهگونه غیرقانونی در ساحات جنگلات پسته مصروف زرشویی بودند که از سوی کارمندان مدیریت خدمات زراعتی از ساحه اخراج گردیدند. همچنان، از حضور کارگران استخراج طلا، شبانان و مواشی که باعث تخریب جنگلات میشدند، جلوگیری بهعمل آمد.
قابل ذکر است که این اقدامات بهمنظور تطبیق قوانین نافذه و حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی انجام شده و تلاشها برای جلوگیری از هرگونه فعالیت غیرقانونی در این بخش ادامه دارد.
جنگلات پسته از جمله منابع مهم طبیعی کشور بهشمار میروند که در حفاظت محیط زیست، جلوگیری از فرسایش خاک و بهبود وضعیت اقتصادی مردم نقش حیاتی دارند. از همینرو، حفاظت و نگهداری این منابع ارزشمند از اولویتهای اساسی این اداره محسوب میشود.
د کندز دشت ارچي ولسوالی کې د پستې ځنګلونو د تخریب مخه ونیول شوه
۱۱ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د قدرتي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په موخه د دشت ارچي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو د شنې قطعې سره په همغږۍ د پستې د ځنګلونو په سیمو کې د غیرقانوني زرشویۍ (د سرو زرو مینځلو) فعالیتونو مخه نیولې ده.
د معلوماتو له مخې، یو شمېر کسان په غیرقانوني ډول د پستې د ځنګلونو په سیمو کې په زرشویۍ بوخت وو، چې د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو له خوا له سیمې څخه وشړل شول. همدارنګه، د سرو زرو د استخراج کارګرانو، شپنو او څارویو د حضور څخه چې د ځنګلونو د تخریب لامل کېدل، مخنیوی وشو.
د یادونې وړ ده، چې دغه اقدامات د نافذه قوانینو د تطبیق او د ځنګلونو او قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه ترسره شوي، او په دې برخه کې د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي هڅې دوام لري.
د پستې ځنګلونه د هېواد له مهمو قدرتي شتمنیو څخه شمېرل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې، د خاورې د فرسایش د مخنیوي او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې حیاتي رول لري. له همدې امله، د دغو ارزښتناکو سرچینو ساتنه او پالنه د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.
په همدې حال کې، د کندز دکرنې ریاست له ځایي اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي او له هر ډول غیرقانوني کړنو څخه چې د دغو سرچینو د تخریب لامل ګرځي، ډډه وکړي.
