د کندز دشت ارچي ولسوالی کې د پستې ځنګلونو د تخریب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
جلوگیری از تخریب جنگلات پسته در ولسوالی دشت ارچی کندز

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د قدرتي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په موخه د دشت ارچي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو د شنې قطعې سره په همغږۍ د پستې د ځنګلونو په سیمو کې د غیرقانوني زر‌شویۍ (د سرو زرو مینځلو) فعالیتونو مخه نیولې ده.
د معلوماتو له مخې، یو شمېر کسان په غیرقانوني ډول د پستې د ځنګلونو په سیمو کې په زر‌شویۍ بوخت وو، چې د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو له خوا له سیمې څخه وشړل شول. همدارنګه، د سرو زرو د استخراج کارګرانو، شپنو او څارویو د حضور څخه چې د ځنګلونو د تخریب لامل کېدل، مخنیوی وشو.
د یادونې وړ ده، چې دغه اقدامات د نافذه قوانینو د تطبیق او د ځنګلونو او قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه ترسره شوي، او په دې برخه کې د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي هڅې دوام لري.
د پستې ځنګلونه د هېواد له مهمو قدرتي شتمنیو څخه شمېرل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې، د خاورې د فرسایش د مخنیوي او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې حیاتي رول لري. له همدې امله، د دغو ارزښتناکو سرچینو ساتنه او پالنه د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.
په همدې حال کې، د کندز دکرنې ریاست له ځایي اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي او له هر ډول غیرقانوني کړنو څخه چې د دغو سرچینو د تخریب لامل ګرځي، ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت