بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۹:۵۱
بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني بادغیس ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې ددې ولايت دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د بادغیس ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو نظرونه، وړانديزونه او د کړنو راپور واورېدل او د دوی د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او ويې ویل:«کرنه او مالدارۍ د هېواد د اقتصاد ستره برخه جوړوي، او موږ  د توان ترکچې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې باید هلې ځلې وکړو، ځکه زموږ د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړه ده او موږ باید دوی ته اسانتیاوې رامنځته کړو».
د بادغیس ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارې ریاست سرپرست او د کرنیزو چارو آمر مولوی محی الدین بشري بادغیس ولایت ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوی د سفر هرکلۍ وکړ او ددې ادارې د کړنو او فعالیتونو راپور یې دکرنې وزارت مرستیال ته وړاندې کړل او د بادغیس ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیار په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ دپاملرنې غوښتونکي شول.
 ددې سفر په ترڅ کې د هرات ولایت دکرنې رييس پیر محمد، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ګل حضرت او دکرنې د پراختیا صندوق رییس مولوی عبدالغفار غفاري د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها