د ننګرهار کانال ریاست: په درېیم فارم کې د زیتونو ۳۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۱۸
د ننګرهار کانال ریاست: په درېیم فارم کې د زیتونو ۳۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د درېیم فارم په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې د زیتونو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
ياد زیتون بڼونه د انقلابي شرایطو او بېلابېلو ناخوالو له امله تخریب شوي و، چې ددې ناخوالو په پایله کې دا ځمکه په شاړې او وچې دښتې بدل شوي دي، چې اوس پرې  د زیتونو نوي بڼونه جوړېږي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «په دې ۳۵۰ جریبه ځمکه کې به د زیتونو بڼونه جوړ شي ټول زيتون بوټي خپله د ننګرهار رياست په شته قوريو کې روزل شوي دي، چې ورسره به ددې کانال د زیتونو د حاصلاتو کچه لوړ شي.»
باید وویل شي، چې د ننګرهارکانال ادارې د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون کرل شوي وو خو اوس یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون پاتې دي او کابو ۱۳۸۰ هکتاره ځمکې باندې جوړ زیتون بڼونه د جګړو او بېلا بېلو ناخوالو له امله ویجاړ شوي دي.
د کانال له پروژې نه ترلاسه کېدونکي زیتون نه د اچار جوړولو او تېلو په خاطر کار اخیستل کېږي او اوس مهال یې د اچار جوړولو چارې زیتونو فابرېکې کې روانې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS