ننګرهار کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۱۳
ننګرهار کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول

۳۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې «یوان‌اوډي‌سي» په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په سره‌رود او کوز کونړ ولسوالیو کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروسیس اړین وسایل او مواد ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل، چې په دغه پروګرام کې ۵۰ تنه د ستروسو او ۵۰ تنه د سبو پروسس کوونکي شامل دي، چې هر یوه ته د اړتیا وړ وسایلو او موادو یوه ځانګړې کڅوړه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د ستروسو پروسس کوونکو ته ۱۴ ډوله او د سبو پروسس کوونکو ته ۱۸ ډوله بېلابېل وسایل او مواد وېشل شوي، چې په مرسته به یې د ګټه‌اخیستونکو کاري وړتیاوې لوړې، د پروسیس فعالیتونه به یې پراخ او د محصولاتو د پروسس کیفیت به ښه شي.
د ننګرهار د کرنې رییس څرګنده کړه، چې د دې مرستو اساسي موخه د ستروسو اوسبو د پروسس دود پراخول، د کورنیو کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړول، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو راکمول او د سیمې اوسېدونکو ته د کار او عاید نوې زمینې برابرول دي.
د کرنیزو محصولاتو پروسیس او ارزښت‌زیاتونه د کرنیز اقتصاد د ودې، د بزګرانو او پروسیس کوونکو د اقتصادي پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره مهم رول لري. د ستروسو او سبو پروسس د محصولاتو د ساتنې موده اوږدوي، د حاصلاتو د ضایعاتو مخه نیسي او د بازار ارزښت یې لوړوي. د دې ډول مرستو له لارې د پروسیس کوونکو د کاري وړتیاوو لوړول، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ته زمینه برابرېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۲۲
Background image

بررسی روند توزیع تخم اصلاح‌شده پنبه اوزبیکستان برای دهاقین ولایت جوزجان

۳۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس توسعه غله‌جات، نباتات تیلی و صنعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر کاری به ولایت جوزجان با مولوی جان‌مراد وقار رئیس زراعت، آبیاری و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم برای ۲ هزار دهقان در ولایت غور

۳۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور با همکاری دفتر مؤسسه سی اچ ای  در فیروزکوه، برای ۲ هزار تن از دهاقین واجد شرایط در مرکز این ولایت، تخم اصلاح‌شده گندم را پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع وسایل پروسس لبنیات برای ۷۴ زن مالدار در ولایت سمنگان آغاز شد

۳۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع ۳۴ قلم وسایل و تجهیزات پروسس لبنیات برای ۷۴ تن از زنان مالدار در ۲۱ قریه ولسوالی خرم و سارباغ ولایت سمنگان، از سوی دفتر افغان‌اید در همکاری ریاست زراعت،. . .

BACK TO NEWS