هلمند کې د خرما د بڼونو د پراختیا په‌پار هڅې چټکې شوې دي، تر دې مهاله شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړ شوي

mail-admin
Sat, Oct 31 2026 10:14 AM
هلمند کې د خرما د بڼونو د پراختیا په‌پار هڅې چټکې شوې دي، تر دې مهاله شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړ شوي

۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او اقتصادي ارزښت د لوړولو په موخه د خرما د بڼونو د دودولو او پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د هلمند د کرنې ریاست د مسلکي لارښوونو او عامه پوهاوي د پروګرامونو په پایله کې د دغه ولایت یو شمېر بڼوالو په خپلو ځمکو کې د خرما د اصلاح شویو نیالګیو په کرلو او د ځانګړو بڼونو په جوړولو پیل کړی، چې تر دې مهاله په ټولیز ډول نږدې ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړ شوي او د یادو بڼونو ډېری ونې د حاصل ورکولو پړاو ته رسېدلې دي.
د خرما د بڼونو جوړول په هلمند کې د کرنیزو فعالیتونو د تنوع او د بزګرانو لپاره د یوه ارزښتناک اقتصادي فرصت په توګه ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره د کرنې ریاست د اړوندو مسلکي کارکوونکو له لوري وخت پر وخت د خرما له جوړو شویو بڼونو څخه لیدنې او تخنیکي ارزونې ترسره کېږي، بڼوالو ته د ونو د روزنې، پالنې، خړوبولو او حاصل لوړولو په اړه لازمې سپارښتنې کېږي او هغوی هڅول کېږي، چې په دې برخه کې خپلې پانګونې پراخې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تېرو کلونو کې هم د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او د ناوې، نوزاد، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو کې پر لسګونو جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼونه جوړ کړي وو، څو د خرما د کرکېلي د مناسبو لارو چارو د ښودلو ترڅنګ نور بزګران هم د دغو ارزښتناکو بڼونو جوړولو ته وهڅوي.
دغه راز، هغو بڼوالو ته چې د کرنې ریاست له لوري ورته د خرما بڼونه جوړ شوي او یا په دې برخه کې د پانګونې هوډ لري، د مسلکي کارکوونکو له‌خوا د بڼونو د سمې روزنې او پالنې په اړه عملي زده کړې او تخنیکي لارښوونې وړاندې کېږي. ترڅنګ یې د اړتیا وړ یو شمېر کرنیز توکي هم ورته ویشل شوي دي، څو یاد بڼونه په معیاري ډول وروزل شي او د ښه او دوامدار حاصل ورکولو وړتیا پیدا کړي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د بېلابېلو کرنیزو پروګرامونو، تخنیکي لارښوونو او ملاتړ له لارې په دغه ولایت کې د اصلاح شویو نیالګیو کرکېله، د بڼوالۍ پراختیا او د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړ کړي، څو بزګران د خپلو ځمکو له اغېزمنې ګټې اخیستنې سره خپل عواید زیات او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.


تلاش‌ها برای گسترش باغ‌های خرما در هلمند سرعت یافته است؛ تاکنون حدود ۳۰۰ جریب زمین به باغ‌های خرما اختصاص یافته است
۹ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، به‌منظور توسعه محصولات زراعتی و افزایش ارزش اقتصادی آن‌ها، تلاش‌ها برای ترویج و گسترش باغ‌های خرما را در این ولایت سرعت بخشیده است.
در نتیجه رهنمودهای مسلکی و برنامه‌های آگاهی‌دهی ریاست زراعت هلمند، شماری از باغداران این ولایت کاشت نهال‌های اصلاح‌شده خرما و ایجاد باغ‌های اختصاصی آن را در زمین‌های خود آغاز کرده‌اند. تاکنون در مجموع نزدیک به ۳۰۰ جریب زمین به باغ‌های خرما اختصاص یافته که بیشتر درختان این باغ‌ها به مرحله حاصل‌دهی رسیده‌اند.
ایجاد باغ‌های خرما در هلمند، به‌عنوان زمینه‌ای ارزشمند برای تنوع‌بخشی به فعالیت‌های زراعتی و فراهم‌سازی فرصت اقتصادی برای دهاقین به شمار می‌رود. به همین منظور، کارمندان مسلکی ریاست زراعت به‌صورت دوامدار از باغ‌های ایجادشده خرما بازدید و ارزیابی‌های تخنیکی انجام می‌دهند. همچنان، توصیه‌های لازم در زمینه پرورش، مراقبت، آبیاری و افزایش حاصل در اختیار باغداران قرار داده می‌شود و آنان تشویق می‌شوند تا سرمایه‌گذاری‌های خود را در این بخش گسترش دهند.
قابل یادآوری است که ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند در سال‌های گذشته نیز در مرکز این ولایت، لشکرگاه و ولسوالی‌های ناوه، نوزاد، موسی‌قلعه و گرمسیر، در ده‌ها جریب زمین باغ‌های نمایشی و آزمایشی خرما ایجاد کرده بود تا ضمن آموزش روش‌های مناسب کشت خرما، سایر دهاقین را نیز به ایجاد چنین باغ‌های ارزشمند تشویق کند.
همچنان، برای باغدارانی که از سوی ریاست زراعت برای‌شان باغ‌های خرما ایجاد شده و یا قصد سرمایه‌گذاری در این بخش را دارند، از سوی کارمندان مسلکی آموزش‌های عملی و رهنمودهای تخنیکی در زمینه پرورش و مراقبت درست باغ‌ها ارائه می‌شود. در کنار آن، شماری از مواد و لوازم زراعتی مورد نیاز نیز برای آنان توزیع شده است تا این باغ‌ها به‌گونه معیاری پرورش یافته و توانایی حاصل‌دهی خوب و دوامدار را پیدا کنند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند تلاش می‌کند تا از طریق برنامه‌های مختلف زراعتی، رهنمودهای تخنیکی و حمایت‌های لازم، کشت نهال‌های اصلاح‌شده، گسترش باغداری و بهبود کیفیت محصولات زراعتی را در این ولایت توسعه دهد تا دهاقین با استفاده مؤثر از زمین‌های خود، عوایدشان را افزایش داده و وضعیت اقتصادی خانواده‌های‌شان را تقویت کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS