جلسه نظارت بر پیشرفت کار کانال قوشتپه و تهیه رهنمود تسلیمی پروژه برگزار شد
۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسهای بهمنظور بررسی روند نظارت بر پیشرفت کارهای کانال قوشتپه و تهیه رهنمود برای تسلیمی این پروژه ملی، به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست، مولوی عزیزالله مصطفی رئیس انسجام پروژههای اداره امور، شماری از انجینران وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره امور حضور داشتند و پیرامون چگونگی نظارت از روند پیشرفت کارهای کانال قوشتپه، ارزیابی مراحل تطبیق پروژه و تهیه رهنمود لازم برای روند تسلیمی آن، بحث و تبادل نظر کردند.
اشتراککنندگان این نشست بر اهمیت نظارت دقیق، هماهنگی میان ادارات ذیربط و تهیه یک رهنمود جامع برای تسلیمی اصولی پروژه تأکید کردند تا تمامی مراحل انتقال و تسلیمی پروژه مطابق اصول تخنیکی و اداری انجام شود.
این جلسه بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان برگزار شد تا گزارش همهجانبهای از روند تطبیق و پیشرفت پروژه احداث کانال قوشتپه تهیه و ترتیب گردد و زمینه برای تسلیمی منظم، شفاف و اصولی این پروژه ملی فراهم شود.
د قوشتپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې او د پروژې د سپارلو د لارښود چمتو کولو غونډه ترسره شوه
۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د قوشتپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې د بهیر د ارزونې او د دې ملي پروژې د سپارلو لپاره د لازم لارښود د چمتو کولو په موخه غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې د پروژو د انسجام رییس مولوي عزیزالله مصطفی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د چارو ادارې یو شمېر انجنیرانو ګډون کړی و. ګډونوالو د قوشتپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې څرنګوالي، د پروژې د تطبیق د پړاوونو د ارزونې او د هغې د سپارلو د بهیر لپاره د اړین لارښود د چمتو کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د غونډې ګډونوالو د دقیقې څارنې، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د پروژې د اصولي سپارلو لپاره د هر اړخیز لارښود پر چمتو کولو ټینګار وکړ، ترڅو د پروژې د لېږد او سپارلو ټول پړاوونه د تخنیکي او اداري اصولو له مخې ترسره شي.
یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، څو د قوشتپې کانال د جوړولو پروژې د تطبیق او پرمختګ د بهیر په اړه هر اړخیز راپور چمتو او ترتیب شي، او د دې ملي پروژې د منظم، شفاف او اصولي سپارلو لپاره لازمې زمینې برابرې شي.
