د قوش‌تپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې او د پروژې د سپارلو د لارښود چمتو کولو غونډه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Aug 03 2026 11:51 AM
جلسه نظارت بر پیشرفت کار کانال قوش‌تپه و تهیه رهنمود تسلیمی پروژه برگزار شد

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د قوش‌تپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې د بهیر د ارزونې او د دې ملي پروژې د سپارلو لپاره د لازم لارښود د چمتو کولو په موخه غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې د پروژو د انسجام رییس مولوي عزیزالله مصطفی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د چارو ادارې یو شمېر انجنیرانو ګډون کړی و. ګډونوالو د قوش‌تپې کانال د کارونو د پرمختګ د څارنې څرنګوالي، د پروژې د تطبیق د پړاوونو د ارزونې او د هغې د سپارلو د بهیر لپاره د اړین لارښود د چمتو کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د غونډې ګډونوالو د دقیقې څارنې، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د پروژې د اصولي سپارلو لپاره د هر اړخیز لارښود پر چمتو کولو ټینګار وکړ، ترڅو د پروژې د لېږد او سپارلو ټول پړاوونه د تخنیکي او اداري اصولو له مخې ترسره شي.
یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، څو د قوش‌تپې کانال د جوړولو پروژې د تطبیق او پرمختګ د بهیر په اړه هر اړخیز راپور چمتو او ترتیب شي، او د دې ملي پروژې د منظم، شفاف او اصولي سپارلو لپاره لازمې زمینې برابرې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS