برگزاری ورکشاپ بزرگ دو روزه برای مبارزه با کنه و جلوگیری از بیماری کانگو در بلخ
۲۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، بهمنظور مبارزه با کنه و جلوگیری از بیماری تب خوندهنده کانگو، یک ورکشاپ تخنیکی دو روزه را برگزار کرد که هدف آن تأمین سلامت عامه، حفاظت از مواشی و جلوگیری از گسترش بیماریها عنوان شده است.
این ورکشاپ از سوی اداره خوراک و زراعت ملل متحد، با حمایت مالی سازمان صحی جهان و در هماهنگی آمریت صحت حیوانی ریاست زراعت ولایت بلخ برگزار شده است.
در این برنامه آموزشی، مسئولان ۳۱ کلینیک محلی از ۱۰ ولسوالی ولایت بلخ، ۳۰ قصاب و ۱۰ مفتش صحی اشتراک داشتند که در مورد کنترول کنه، خطرات بیماری کانگو، راههای انتقال و تدابیر وقایوی، آموزشهای لازم و رهنماییهای مسلکی دریافت کردند.
مسئولان میگویند هدف اساسی این ورکشاپ، مبارزه مؤثر با کنه، جلوگیری از گسترش تب کانگو و افزایش آگاهی افرادی است که بهگونه مستقیم با حیوانات در تماس هستند.
در بخش عملی این برنامه، غوجلهها، قوتنها و مواشی مربوط به ۴۵۰۰ خانواده از کنه پاکسازی خواهد شد تا خطر گسترش بیماری کاهش یابد.
همچنان، برای تشخیص و بررسی بیماری، ۹۰ نمونه خون و ۹۰ نمونه کنه جمعآوری و از طریق لابراتوار معاینه خواهد شد تا از رویدادهای احتمالی جلوگیری شود.
به گفته مسئولان، در ادامه این برنامه بهگونه اوسط برای بیش از ۳۰ هزار رأس گاو، گوسفند و بز، دوای ایورمکتین تطبیق خواهد شد تا از افزایش کنه و شیوع بیماری کانگو جلوگیری شود.
مسئولان ریاست زراعت بلخ تأکید میکنند که حفظ صحت حیوانی و جلوگیری از بیماریهای مشترک، بخش مهم توسعه زراعت و مالداری است و اینگونه برنامهها در آینده نیز ادامه خواهد یافت.
بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو
۲۰ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو، چې موخه یې د عامه روغتیا خونديتوب، د څارویو ساتنه او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی بلل کېږي.
دغه ورکشاپ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» له لوري، د روغتیا نړۍوالې ادارې «ډبلیواچاو» په مالي ملاتړ، د بلخ ولایت د کرنې ریاست د څارویو روغتیا آمریت په همغږۍ جوړ شوی و.
په یاد روزنیز پروګرام کې د بلخ ولایت د لسو ولسوالیو د ۳۱ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو، ۳۰ قصابانو او ۱۰ صحي مفتشینو ګډون کړی و، چې د کنو د کنټرول، د کانګو ناروغۍ د خطرونو، د انتقال لارو او وقایوي تدابیرو په اړه ورته لازمې لارښوونې او مسلکي روزنه ورکړل شوه.
چارواکي وایي، د دې ورکشاپ اساسي موخه دا ده چې د کنو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وشي، د کانګو تبې د خپرېدو مخه ونیول شي او هغه کسان چې له څارویو سره مستقیم تماس لري، د ناروغۍ په اړه لا ډېر باخبره شي.
د پروګرام د عملي برخې په ترڅ کې به د ۴۵۰۰ کورنیو اړوند غوجلې، قوتنونه او څاروي له کنو څخه پاک شي، څو د ناروغۍ د خپرېدو ګواښ راکم شي.
همداراز، د ناروغۍ د تشخیص او څېړنې لپاره به ۹۰ د وینې نمونې او ۹۰ د کنو نمونې راټولې او د لابراتوار له لارې معاینه شي، څو د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.
د چارواکو په وینا، د دې پروګرام په دوام کې به په اوسط ډول له ۳۰ زره څخه زیاتو غواوو، پسونو او وزو ته د ایورمکتین درمل تطبیق شي، څو د کنو د زیاتېدو او د کانګو ناروغۍ د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي، چې د څارویو روغتیا ساتنه او د مشترکو ناروغیو مخنیوی د کرنې او مالدارۍ د پراختیا مهمه برخه ده، او ورته پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
