بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

mail-admin
Sun, May 10 2026 2:59 PM
برگزاری ورکشاپ بزرگ دو روزه برای مبارزه با کنه و جلوگیری از بیماری کانگو در بلخ

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو، چې موخه یې د عامه روغتیا خونديتوب، د څارویو ساتنه او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی بلل کېږي.
دغه ورکشاپ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري، د روغتیا نړۍوالې ادارې «ډبلیواچ‌او» په مالي ملاتړ، د بلخ ولایت د کرنې ریاست د څارویو روغتیا آمریت په همغږۍ جوړ شوی و.
په یاد روزنیز پروګرام کې د بلخ ولایت د لسو ولسوالیو د ۳۱ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو، ۳۰ قصابانو او ۱۰ صحي مفتشینو ګډون کړی و، چې د کنو د کنټرول، د کانګو ناروغۍ د خطرونو، د انتقال لارو او وقایوي تدابیرو په اړه ورته لازمې لارښوونې او مسلکي روزنه ورکړل شوه.
چارواکي وایي، د دې ورکشاپ اساسي موخه دا ده چې د کنو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وشي، د کانګو تبې د خپرېدو مخه ونیول شي او هغه کسان چې له څارویو سره مستقیم تماس لري، د ناروغۍ په اړه لا ډېر باخبره شي.
د پروګرام د عملي برخې په ترڅ کې به د ۴۵۰۰ کورنیو اړوند غوجلې، قوتنونه او څاروي له کنو څخه پاک شي، څو د ناروغۍ د خپرېدو ګواښ راکم شي.
همداراز، د ناروغۍ د تشخیص او څېړنې لپاره به ۹۰ د وینې نمونې او ۹۰ د کنو نمونې راټولې او د لابراتوار له لارې معاینه شي، څو د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.
د چارواکو په وینا، د دې پروګرام په دوام کې به په اوسط ډول له ۳۰ زره څخه زیاتو غواوو، پسونو او وزو ته د ایورمکتین درمل تطبیق شي، څو د کنو د زیاتېدو او د کانګو ناروغۍ د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي، چې د څارویو روغتیا ساتنه او د مشترکو ناروغیو مخنیوی د کرنې او مالدارۍ د پراختیا مهمه برخه ده، او ورته پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS