پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي ووېشل شول.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زي وویل، چې له دې ډلې ۲۱۰ تنه بڼوال په روحاني بابا ولسوالی او ۲۳۹ تنه نور په زرمت ولسوالی کې له یادو مرستو څخه برخمن شوي دي.
همداراز ښاغلي حلیم زي وویل، چې په وېشل شوو توکو کې د هر بڼوال لپاره د مڼو راټولولو ۱۰ دانې سانچې او د میوه لرونکو ونو د شاخه‌برۍ د اسانتیا په موخه یوه  ۴ متره المونیمي زینې شاملې وې. دا توکي د مېوو د راټولولو او د ونو د سمې پالنې په برخه کې له بڼوالو سره مهمه مرسته کوي.
 د دې مرستې اساسي موخه د دودیزې بڼوالۍ پر ځای د عصري بڼوالۍ ترویج او پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د تولید او کیفیت لوړول، او بڼوالو ته په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS