کندهار د چرګانو د دانې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته ورسېد؛ هره ورځ ۵۵۰ ټنه معیاري دانه تولیدېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۱۱
کندهار د چرګانو د دانې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته ورسېد؛ هره ورځ ۵۵۰ ټنه معیاري دانه تولیدېږي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت د معلوماتو او احصایې له مخې، په کندهار کې د ۹ فعاله تولیدي کارخونو له لوري په ورځني اوسط ډول ۵۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدېږي.
د چارواکو په وینا، کندهار دا مهال د چرګانو د دانې په برخه کې پر ځان بسیا شوی او اړتیا نه لري، چې له نورو هېوادونو یا د هېواد له نورو ولایتونو څخه دانه وارد کړي. هغوی زیاته کړه، چې د کندهار تولیدي کارخونې د کیفیت او معیار له پلوه معیاري دانه تولیدوي، چې نه یوازې د ولایت اړتیاوې پوره کوي، بلکې شمالي، لوېدیځو او ختیځو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د چارواکو په وینا، په وروستیو کلونو کې په کندهار کې د مالدارۍ سکتور د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا مهال کندهار د هګیو، د چرګانو د غوښو او اړوندو خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا دی. همداراز، د چرګوړو په تولید کې شاوخوا ۷۰ سلنه اړتیا په خپله پوره کوي او هڅې روانې دي، چې په راتلونکو کلونو کې په دې برخه کې هم بشپړې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.
په تېرو کلونو کې د چرګانو د دانې یوه لویه برخه له نورو هېوادونو واردېده، چې له امله یې د تولید لګښتونه لوړ او د بازار بیې بې‌ثباته وې. خو د خصوصي سکتور پانګونې، د تولیدي کارخونو زیاتوالي او د کرنې ریاست تخنیکي ملاتړ د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د چرګانو د دانې کورنی تولید پراخ شي.
کارپوهان باور لري چې د چرګانو د دانې پر ځان‌بسیاینه نه یوازې د مالدارانو لګښتونه راکم کړي، بلکې د چرګانو د غوښو او هګیو بیې یې هم نسبي ثبات ته نږدې کړې دي. د یاد سکتور پیاوړتیا کولی شي د کارموندنې فرصتونه زیات او سیمه‌ییز اقتصاد لا غښتلی کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS