کندهار کې د اصلاح شویو غنمو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۵:۳۵
 کندهار کې د اصلاح شویو غنمو د وېش لړۍ پیل شو

۳ مرغومی ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» او د «اوچا» ادارې په همکارۍ ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې لړۍ کې ددې ولایت د اتو ولسوالیو په ۱۱ زره او ۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کیږي. دغه لړۍ نن د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ څخه د کندهار والي حیات الله حیات له خوا رسماً پیل شو. د غنمو اصلاح شوي تخمونه په اتو ولسوالیو کې پر بزګرانو د مني موسم د کرکېلي په پار وېشل کیږي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به د یادو ولسوالیو د غنمو په حاصلاتو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوالی راشي او ددې ترڅنګ د بل کال لپاره به هم اصلاح شوي تخمونه تکثیر شي.
له دغو مرستو برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت هلې ځلې وستایلې او د نورو مرستو غوښتونکي شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

در نورستان، روز مزرعه برگزار شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در روستای دیوه مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی سازمان غذا و زراعت ملل متحد (FAO)،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

در ولسوالی گومل پکتیکا، ۸ گلخانه به بهره‌برداری سپرده شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی مؤسسه «هیلټو»، با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، ۸ گلخانه در روستاهای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

BACK TO NEWS