سفر رئیس زراعت کندز به ولسوالی امام صاحب

مولوی نیاز محمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، به همراه یک هیئت به ولسوالی امام صاحب سفر کرد تا مشکلات سکتور زراعت و مالداری بررسی شده و هماهنگی بهتری با مقامات محلی برقرار گردد.
در این سفر، رئیس زراعت کندز با ولسوال، قوماندان امنیه، قوماندان قطعه شنه، مدیر عمومی خدمات زراعتی و شماری از دهقانان و مالداران دیدار کرد و درباره مشکلات و نیازهای مردم گفتگو و تبادل نظر صورت گرفت.
مسؤولان ولسوالی امام صاحب خواستها و پیشنهادهای دهقانان و مالداران را در زمینههای مختلف ارائه کردند، که شامل ساختن بندها و دیوارهای حمایتی، پاکسازی و بازسازی کانالهای آبیاری، توزیع بذرهای گندم و کودهای کیمیاوی، ساخت سردخانههای معیاری و تأمین مواد خوراکی برای حیوانات بود.
مولوی نیاز محمد عابد بر اهمیت این موضوعات تأکید کرد و اطمینان داد که با همکاری وزارت زراعت و نهادهای همکار، این مشکلات به تدریج بررسی و حل خواهند شد. او همچنین از مقامات ولسوالی خواست تا در جمعآوری عشر و زکات، جلوگیری از غصب زمینهای امارتی، حفظ جنگلها و چراگاهها و اجرای پروژههای توسعهای همکاری کامل داشته باشند.
در پایان، رئیس زراعت کندز به همراه تیم کاری خود از مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی امام صاحب دیدن کرد، از فعالیتهای مولوی عبدالمالک موسی قدردانی نمود و به کارکنان برای ارائه خدمات بهتر به مراجعهکنندگان، دهقانان و مالداران توصیههای لازم را ارائه کرد.
امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ارزونې او همدارنګه د ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د لا ښه همغږۍ رامنځته کولو په موخه امام صاحب ولسوالی ته سفر وکړ.
د کندز د کرنې رییس په دې سفر کې له ولسوال، امنیه قومندان، د شنې قطعې له قومندان، د کرنیزو خدماتو له عمومي مدیر او له ګڼ شمېر بزګرانو او مالدارانو سره وکتل او د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
د امام صاحب ولسوالی مسؤولینو د بزګرانو او مالدارانو غوښتنې او وړاندیزونه په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل، چې پکې د سربندونو او استنادي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو پاکول او بیا رغونه، د غنمو د تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د معیاري سړو خونو جوړول او همدارنګه د څارویو لپاره د خوراکي موادو برابرول شامل وو.
د کندز دکرنې رییس مولوي نياز محمد عابد د دغو موضوعاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو په همکارۍ به یادې ستونزې په تدریجي ډول وڅېړل شي او حل به شي. نوموړي همدارنګه د ولسوالۍ له مقاماتو وغوښتل، چې د عشر او زکات په راټولولو، د امارتي ځمکو له غصب څخه په مخنیوي، د ځنګلونو او څړځایونو له تخریب څخه په ساتنه او د دې ادارې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د کندز د کرنې رییس د خپل کاري ټیم په ملتیا د امام صاحب ولسوالی د کرنیزو خدماتو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه، د مولوي عبدالمالک موسی د کارونو ستاینه یې وکړه او د مراجعينو، بزګرانو او مالدارانو سره د لا ښه خدمت وړاندې کولو په اړه یې کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.