امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر 

mail-admin
Wed, Sep 10 2025 8:25 AM
امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر 

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ارزونې او همدارنګه د ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د لا ښه همغږۍ رامنځته کولو په موخه امام صاحب ولسوالی ته سفر وکړ.
د کندز د کرنې رییس په دې سفر کې له ولسوال، امنیه قومندان، د شنې قطعې له قومندان، د کرنیزو خدماتو له عمومي مدیر او له ګڼ شمېر بزګرانو او مالدارانو سره وکتل او د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
د امام صاحب ولسوالی مسؤولینو د بزګرانو او مالدارانو غوښتنې او وړاندیزونه په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل، چې پکې د سربندونو او استنادي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو پاکول او بیا رغونه، د غنمو د تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د معیاري سړو خونو جوړول او همدارنګه د څارویو لپاره  د خوراکي موادو برابرول شامل وو.
د کندز دکرنې رییس مولوي نياز محمد عابد د دغو موضوعاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو په همکارۍ به یادې ستونزې په تدریجي ډول وڅېړل شي او حل به شي. نوموړي همدارنګه د ولسوالۍ له مقاماتو وغوښتل، چې د عشر او زکات په راټولولو، د امارتي ځمکو له غصب څخه په مخنیوي، د ځنګلونو او څړځایونو له تخریب څخه په ساتنه او د دې ادارې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د کندز د کرنې رییس د خپل کاري ټیم په ملتیا د امام صاحب ولسوالی د کرنیزو خدماتو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه، د مولوي عبدالمالک موسی د کارونو ستاینه یې وکړه او د مراجعينو، بزګرانو او مالدارانو سره د لا ښه خدمت وړاندې کولو په اړه یې کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS