د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۳۳
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو رییس مولوي ثناءالله فرقاني ګډون درلود، د اراضۍ رياست لخوا د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا یاد وزارت ته سرپل ولايت مرکز میدانک بغاوي سيمه کې په ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د شهيدانو د ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه. 
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو رییس مولوي ثناءالله فرقاني ترمنځ لاسلیک شوه.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

آغاز توزیع و غرس ۱۶ هزار و ۸۰ اصله نهال مثمر در دایکندی

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با هماهنگی موسسه ارتقای اجتماعی و با تمویل مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، روند توزیع و غرس ۱۶ هزار و ۸۰ اصله نهال مثمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

برنامه پاشیدن تیل‌های زمستانی در نورستان تطبیق شد

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان از طریق مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین مربوط آمریت امور زراعتی، به‌منظور جلوگیری از آفات و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده بازگشته از مهاجرت در میدان وردگ

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های بازگشته از مهاجرت که مدتی پیش در ولایت میدان وردگ آغاز شده بود، با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت،. . .

بازگشت به خبرها