کندهار کې د نباتي ناروغیو او آفتونو پر ضد هڅې؛ د بوټې ژغورنې مدیریت د لسګونو کروندګرو شپږ ډوله نباتات تشخیص کړي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴۷
کندهار کې د نباتي ناروغیو او آفتونو پر ضد هڅې؛ د بوټې ژغورنې مدیریت د لسګونو کروندګرو شپږ ډوله نباتات تشخیص کړي

۲۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې عمومي مدیریت د مسلکي انجنیرانو په مټ د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د لسګونو کروندګرو ۶ ډوله مختلف نباتات د نباتي ناروغیو، آفتونو او وقایوي کنټرول لپاره تشخیص کړي دي، چې په یادو نباتات کې غنم، هوږه، توره زیره، پیاز، انځر او نارنج شامل دي.
د یادو بوټو د مختلفو ناروغیو او آفتونو د تشخیص لپاره کروندګرو د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو څخه مراجعه کړې، څو د مسلکي او متخصص انجنیرانو له لوري یې د بوټو ناروغۍ په لابراتوار کې معاینه او تشخیص شي، چې تر تشخیص وروسته، د بوټو ژغورنې انجنیرانو کروندګرو ته د کنټرول اړینې سپارښتنې ورکړې، او ځینو بزګرانو ته د نباتاتو د درملنې لپاره نسخې هم چمتو شوې دي، ترڅو دوی اړوند کرنیز درمل وپېري. سربېره پر دې، یوشمېر کروندګرو ته په وړیا ډول افت وژونکي درمل هم وېشل شوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

در ارزگان، پیاز زعفران برای ۴۹ دهقان توزیع شد

۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی دهراود ولایت ارزگان، برای ۴۹ دهقان پیاز زعفران توزیع شد.
این برنامه با حمایت مالی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

BACK TO NEWS