خوست کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو دولسمه غونډه دائره شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۰
خوست کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو دولسمه غونډه دائره شوه 

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو ترمنځ دولسمه غونډه وشوه.
یاده غونډه، چې د کرنې ریاست سرپرست مولوي اسلم خان منیب په مشرۍ جوړه شوې وه، د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ښاغلي منیب د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د تېرې سکتوري غونډې د پرېکړو او اجرااتو ستاینه یې وکړه.
هغه د سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره باید پر اوږدمهاله او پایدارو پروژو تمرکز وشي. نوموړي د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د وېش په برخه کې د همکارو مؤسسو له هڅو ستاینه وکړه او له نورو مؤسسو یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د غونډې پر مهال، د اقتصاد ریاست استازي انجنیر خدمت‌الله د ۱۴۰۳ کال د سکتوري غونډو د ارزونې راپور وړاندې کړ. د دغه راپور له مخې، د کرنې او کلیو پراختیا سکتور د ۱۱ غونډو په ترسره کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
ورپسې، د ولایت مقام، د کلیو پراختیا ریاست، د اوبو او انرژۍ ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست او د مهاجرینو چارو ریاست استازو هم خپلې ارزونې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په غونډه کې د کرنې ریاست مسلکي سلاکار بهیرګل صابري همکارو مؤسسو ته وویل، چې دوی مکلف دي د بی کیو  مطابق د امارتي پروژو تخنیکي او مسلکي نظارت وکړي.
همدارنګه، د کرنې ریاست اړوند چارواکو، لکه مولوي اظهارالدین ابوناصر، مولوي حفیظ‌الله نثار او مولوي کمال‌الدین کمال، د خپلو څانګو راپورونه وړاندې کړل او د لا ښه‌والي لپاره یې سپارښتنې وکړې.
په یاده غونډه کې د ګالو، اکبر، ټي ال او، او آر ډي، او اف اې آر آی ان، آر آر اې اې، ان آر سي او ادا مؤسسو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د ۱۴۰۴ کال په سکتوري غونډو کې به د ادارو لوړ پوړي مسؤلین ګډون کوي. همدارنګه، د مؤسسو د همغږۍ مسؤل انجنیر ستوري وړاندیز وکړ، چې په ولسوالیو کې د پلي کېدونکو پروژو د ارزونې لپاره دې د اړوند ولسوالیو چارواکي هم د غونډو برخه وي. دغه وړاندیز د ګډونوالو له لوري تصویب شو.
په پای کې، د ولایت مقام استازي مولوي اکبرخان غونډه مثبته وبلله او د ولسوالانو پر ګډون یې ټینګار وکړ. غونډه د اسلامي نظام د دوام او د آباد افغانستان د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها