روزګان کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۸
روزګان کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست «د نن نیالګی؛ د راتلونکي هوساینه» تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودو کمپاین په شاندارو مراسمو سره پیل کړ. 
په دغو مراسمو کې د روزګان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد، چاپېريال ساتنې رياست مطبوعاتي مسؤل رحيم الله ژواک، د کرنیزو چارو آمر مولوي اسدالله اسد، د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالمان فاروقي، د کرنې ریاست د قوريه جاتو مدير فدامحمد کامران، د طبیعي سرچینو آمریت ګڼو مسؤلینو، بڼوالو او بزګرانو ګډون کړی و.
   د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد ګډونوالو ته د نوي کال لپاره د نیالګیو کمپاین په اړه ښه راغلاست ووایه او د دوی له ګډون څخه یې مننه وکړه.
ښاغلی راشد د اسلام له نظره د کرنې اهمیت بیان کړاو د نیالګیو اېښودل یې یوه روانه صدقه یاده کړه. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرنې وزارت هڅه کوي په بېلابېلو ولایتونو کې ځنګلونه جوړ کړي، وده ورکړي، او خلک د نیالګیو اېښودلو ته وهڅوي. چې لپاره یې هر کال په ټول هېواد کې د نیالګیو اېښودلو ځانګړي پروګرامونه تنظیمېږي.
نوموړي پر ټولو غږ وکړ چې هر څوک باید لږ تر لږه یو نیالګی کښېنوي او ښه ساتنه یې وکړي، ترڅو د ځنګلونو جوړېدو، پاکې هوا، او د اقلیم بدلون په مخنیوي کې ګټور ثابت شي.
ورپسې د روزګان دکرنې ریاست د طبيعي سرچينو آمر مطبوعاتو ته د نيالګيو پر ګټو اهميت او روزنه مالومات وړاندي کړل  او دغه راز د چاپېريال ساتنې مطبوعاتي مسؤل د علمي او مسلکي لیدلوري څخه د ځنګلونو ارزښت بیان کړ. هغه ځنګلونه د چاپېریال، اقلیم، د انسان د ژوند، د هوا او اوبو د ککړتیا مخنیوي، او د تودوخې کنټرول لپاره مهم وبلل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS